واشنګټن مانتلې: له افغانستانه د امریکایانو د وتلو وخت را رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): له واشنګټنه د «واشنګټن میاشتنۍ» خپرونه په تازه مطلب کې لیکي، چې امریکايي ځواکونه باید نور له افغانستانه پښې سپکې کړي.

د سرچینې په وینا په نږدې اتلسو کلونو کې امریکایان ونه توانېدل چې په افغانستان کې وضعیت بدل کړي، ښه به دا وي چې ځانونه را ټول کړي.

خپرونه وړاندې زیاتوي، ډونالډ ټرمپ، پنټاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید نور پر دې غور وکړي چې څنګه دا جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه را وباسي.

واشنګټن مانتلې؛ دا هم لیکلي چې په اتلس کلونو کې امریکایانو او د هغوی افغان همکارانو ګڼې قربانۍ ورکړې، خو پایله يې بریا را ونه وتله.

دې سرچينې هم د نورو ګڼو رسنیو په څېر امریکايي مشران پر دې ملامت کړي چې خپل ولس ته د جګړې اصلي معلومات نه ورکوي.

رسنۍ پر سیاسي حل ټینګار کړی او امریکايي مشران يې دې ته هڅولي چې د جګړې د پای فکر وکړي.

وړاندې يې لیکلي امریکا د جګړې د مهار لپاره پرلپسې قومندانان بدل کړل، خو يوه يې هم د بریا غږ پرې ونه کړ، ويې نه ویل چې دوی پرمختګ کړی حالات سم دي او نورو ځواکو ته اړتیا نه لري، بلکې هر یوه يې د ځواکونو د ډېرولو غږونه کړي دي.

په ورته وخت کې وال سټرېټ ژورنال لیکلي ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره خبرو ته تندي اخیستی.

سرچینه زیاتوي د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده، چې څنګه کولی شي له طالبانو سره ډېر ژر خبرو ته داخل شي.

که څه هم امریکایانو له طالبانو سره مقدماتي خبرې چې د سولې د خبرو لپاره لومړني ګامونه دي پیل کړې، خو وال سټریټ ژورنال لیکلي ټرمپ د سولې د خبرو پیل ته تږی دی.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې طالب سرتېري پر ۶۰-۷۰ سلنه خاوره حاکمیت لري او حکومت د محاصرې په حال کې دی.