هلمند: امنیتي ځواکونو د ږېرې په خاطر یو ځوان مرګونی وهلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د هلمند په مرکز کې عسکرو یو ځوان له دې امله مرګونی ډبولی، چې ولې يې په سنتو برابر ږېره پرېيښې ده.

عبدالنافع د عبدالظاهر زوی وايي، د بشرانو سیمې د کندهاریانو د کلي اوسېدونکی دی چې پولیسو له کوره ویستلی دی.

هغه وايي د کور له دروازې يې د «حاجي نثار د کور» په نوم مشهورې پوستې ته یووړ او مرګونی يې وواهه.

نعمت الله هلمندي پخپله فیسبوک پاڼه د هغه له خپاره کړي تصویر سره لیکلي، چې له نږدې يې پېژني، غریب او بزګر سړی دی.

هغه وايي عبدالنافع ته عسکرو ویلي، چې ږېره يې لویه ده، دا چې ږېره يې لویه ده، نو طالب دی او باید مرګونی ووهل شي.

عبدالنافع د سرحدي پولیسو له لوري په کېبلونو وهل شوی دی، چې نعمت الله هلمندي يې د وهل شويو برخو تصویرونه هم خپاره کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ږېري پرېښودو یا هم د لمانځه د پابندۍ له امله خلک ډبول کېږي، تر دې وړاندې هم په شمال کې د عسکرو له لوري په زور د خلکو ږېرې وخرېيل شوې، چې خواله رسنیو کې يې توند غبرګونونه را وپارول.