د اسیا جام کرېکټ سیالیو د پام وړ تاریخ ته یو نظر

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالۍ په لومړي وار په کال ۱۹۸۴م کې پېل شوې، چې په کې درې لوبډلو (سرېلنکا، پاکستان او هندوستان) ګډون کړی و، دغه سیالۍ د وخت په تېریدو له بېلابېلو ستونزو او یو شمېر شخړو سره ترسره شوې.

د اسیا جام سیالۍ د هندوستان هېواد په ګډون، په پاکستان، سرېلنکا، بنګلدیش او متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې دي، چې د تېرو څو کالونو راهیسې یې افغانستان لوبډله هم مهمه برخه ګرځېدلې ده، چې اوسمهال نوې لوبډلې هانګ کانګ هم ۲۰۱۸م دغو سیالیو ته لار موندلې ده.

تر دې دمه د اسیا جام اتلولۍ ګټلو کې هند لوبډله تر ټولو وړاندې ده، چې د اسیا جام په ۳۴ کلن تاریخ کې يې شپږ واره (۵ یو ورځني او ۱ شل اوریزو) ددغه جام اتلولي خپله کړې ده، چې په دویم نمبر سرېلنکا لوبډله په پنځه وار جام ګټلو او د پاکستان لوبډله په دوه وار جام ګټلو درېیم نمبر ده، چې بنګلدیش لوبډله تر اوسه د یاد جام په ګټلو نه ده بریالۍ شوې.

د اسیا جام هغه پړاوونه چې بېلابېلې شخړې په کې رامنځته شوې

د اسیا جام په بېلا بېلو پړاوونو کې د اړیکو خرابېدو له کبله یو شمېر شخړې رامنځته شوې چې په لاندې ډول دي:

هند لوبډلې په ۱۹۸۶م کې د سرېلنکا لوبډلې سره د کرېکټ په برخه کې د خرابو اړیکو په لرلو له یاد جام څخه مقاطعه اعلان کړې وه، په ۱۹۹۰/۹۱م کې پاکستان هند سره د خراب سیاسي وضعیت له کبله له یاد جام سره مقاطعه وکړه، د ۱۹۹۲/۹۳م د پاکستان او هند د خراب سیاسي وضعیت له کبله د اسیا جام سیالۍ لغوه اعلان شوې، په راتلونکې اسیا جام سیالۍ کې د ځای په انتخاب کې یو شمېر لانجې ترسره شوې چې په پای کې عربي امارات انتخاب شو.

په ۲۰۱۵م کې د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې د اسیا جام سیالۍ فارمیټ به یو کال په شل اوریزو او بل به په یو ورځنۍ فارمیټ کې ترسره کیږي، چې همدا لامل دی د ۲۰۱۶م کال اسیا جام سیالۍ په شل اوریزو فارمیټ، د ۲۰۱۸م په یو ورځنۍ او د ۲۰۲۰م سیالۍ به په شل اوریزو فارمیټ کې ترسره کیږي.

د اسیا جام کومو لوبډلو زیاتې اتلولۍ ګټلې دي؟

په دغو سیالیو کې هند لوبډله لومړی، سرېلنکا دویم او پاکستان لوبډله په درېیم نمبره ده، په ۱۹۸۳/۸۴ کال کې د اسیا جام لومړی پړاو ترسره شو چې په کې پاکستان، سرېلنکا او هندوستان ګډون کړی و، د یادو سیالیو اتلولي هند لوبډلې ګټلې وه، دویم پړاو چې په ۱۹۸۵/۸۶م کال کې ترسره شو چې سرېلنکا لوبډلې اتلولي ګټلې وه.

همدا ډول ۱۹۸۸-۸۹م کال هند، ۱۹۹۰-۹۱م کال هند، ۱۹۹۴-۹۵م یو وار بیا هند، ۱۹۹۷م سرېلنکا، ۲۰۰۰م پاکستان، ۲۰۰۴م سرېلنکا، ۲۰۰۸م سرېلنکا، ۲۰۱۰م هند، ۲۰۱۲م پاکستان، ۲۰۱۴م سرېلنکا او د ۲۰۱۶م اسیا جام چې په لومړي وار په شل اوریزو فارمیټ کې ترسره شو هند لوبډلې اتلولي وګټله.

افغانستان لوبډلې په لومړي وار په ۲۰۱۴م اسیا جام کې ګډون وکړ چې بنګلدیش لوبډلې ته یې د ۳۲ منډو په توپير لومړۍ ماتې ورکړه، اوسمهال افغانستان لوبډله د اسیا جام دوییزه او ریګولر لوبډله ده، چې له دې وروسته به په هر اسیا جام سیالیو کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۸م کال راتلونکې اسیا جام ته پنځه ورځې پاتې دي، چې په کې به شپږ لوبډلې ګډون کوي، د سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه پېل او په ۲۸مه نېټه به پایلوبه ترسره شي، چې افغانستان لوبډله به په لومړي پړاو کې د سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلې سره مخامخ کیږي، ددې جام نوې لوبډله هانګ کانګ ده چې عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو یې یاد جام ته لار وموندله.