fbpx
قومي مشر؛ محمد صدیق

غزني ـ لاریون کوونکي: حکومت مو شنه باغونه او کورونه له خاورو سره برابر کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): غزني ښارته څېرمه د «ده خدایداد» په نوم د کلي اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون کړی او د حق غوښتنې شعارونه ورکوي.

د دې کلي قومي مخور وايي، پولیسو يې د عملیاتو په پلمه باغونه او کورونه نړولي دروند مالي زیان يې ور اړولی دی.

ازادي راډيو د محمد صدیق په نوم د یوتن قومي مخور له خولې وايي، چې سلګونه متره شنه ځمکه يې ور خرابه کړې.

هغه وايي د باغو دېوالونه، د اوبو لښتې او پولې پټې يې ور ړنګ کړي، چې بیا جوړول به يې میاشتې میاشتې وخت ونیسي.

دوی وايي حکومت ورته ویلي، چې له دې سیمو د غزني د جګړې پر وخت پر دوی ډزې شوي، خو دوی وايي چې د ښار په منځ کې هم طالب سرتېرو له دولتي ودانیو پر دولتي ودانیو ډزې کولې بیا دې هغه هم ونړوي.

سرچینه د یو بل قومي مشر محمد یاسین له خولې وايي، چې حکومت يې باید د نړیدلو کورونو او باغونو تاوان ورکړي، کنه دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.

د غزني ځايي چارواکي هم مني، چې د عامو وګړو باغونه يې نړولي دي، د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي چې له دې ځایه پر عسکرو ډزې کېدلې، ځکه يې نړولي دي.

په غزني کې د طالبانو له توندې جګړې وروسته پرلپسې د ښار د څنډو اوسېدونکي د عسکرو له چلنده، چاپو او ان جنسي تېريو شکایتونه کوي.

دوی دعوه کوي چې د امنیه قومندان خاص ساتونکي چې غزني کې پر «کندهاري عسکرو» مشهور دي، په «پیر قرضداران» او کندهار زړه اډه کې پر څو تنو ډله‌ییز جنسي تېري کړي دي.

څو ورځې وړاندې د غزني والي ومنله، چې پولیس يې له خلکو سره بد چلند کوي او د والي ویاند پر فیسبوک پاڼه هغه ګواښ لیک هم خپور کړ، چې والي له امنیه قومندانۍ د عسکرو د کنټرول غوښتنه کړې وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
زهرا کوهدانی
میلمه
زهرا کوهدانی

که دغه خلکو طالبانو پر زد هم مظاهره کړی وای او هغوی ته ئی په اسلامی او افغانی ملایمو خبرو ویلی وای چې جنگیالیو تاسو خو دومره زور ځواک نلری چي د حکومت مخه دلته ونسیی نو خدای، پیغمر او قران مخ ته و گوری دلته مه راځی ګني تاسو د تعقیب نیولو او وژلو د پاره موږ قربانی کیږو راځی اول نور ولایتونه ونسی بیا موږ خو تاسو سره جنگ نه کو.