سرپل: طالبانو اته امنيتي پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د سرپل ولایت مرکز اړوند اته امنيتي پوستي وروسته له هغه نيولي دي چې په مرکز يې له دريو لوريو بريدونه وکړل.

د سرپل ولایتي شورا غړي اسدالله خرم رسنيو ته ويلي چې طالبانو تيره شپه د دغه ولایت مرکز اړوند په بلغلي سيمه کې په دولتي پوستو بريدونه کړي دي چې له امله يې اته امنيتي پوستې طالبانو نيولي دي.

بل لور ته د بلغلي د اربکيانو قومندان صميم هم تائيد کړې ده چې طالبانو اته پوستې نيولي دي او اوس يې هم په کنټرول کې دي.

له پيښې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه په لاره وو چې د طالبانو په کمين واوښتل.

د سيمې د خلکو په وينا طالبانو تيره شپه د سرپل په صياد ولسوالۍ او خمر اباد کې هم په امنيتي سرتيرو بريدونه کړي دي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم د سرپل د بلغلي سيمه کې د پوستو نيول تائيد کړل او زياته يې کړه چې په دغو بريدونو کې ۱۱ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي دي چې مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

يوسف احمدي وويل چې د پوستو له نيولو سربيره لس ټانکونه او رينجر موټر او ډېرې وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د