د بلخ د پاسپورت رياست پخوانی مرستيال ادريس

بلخ: د پاسپورت رياست مرستيال وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): په بلخ ولايت کې ددغه ولايت د پاسپورت پخوانی مرستيال په يوه بريد کې له خپل ورور سره يو ځای وژل شوی دی.

د بلخ امنيه قومندان اکرم سامع وايي چې د پاسپورت پخواني مرستيال ادريس او ورور یې تيره شپه په ښار کې د يو بريد له امله ووژل شول.

سامع وايي چې دغه بريد تيره شپه د مزار شريف ښار په کارته اريانا سیمه کې شوی دی.

امنيه قومندان وايي چې لومړني معلومات ښيي چې دغه پيښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده او د پيښې په تور د ادريس خسر نيول شوی دی.
تر دا مهاله د ادريس کورنۍ د ادريس د مرګ د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د