کندز: د «سرې قطعې» په بريد کې ۱۸ امنيتي سرتيري وژل شوي دي

د طالبانو د سرې قطعې سرتيري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د کندز ولايت چارواکي وايي چې تيره شپه د طالبانو د سرې قطعې په بريدونو کې ۱۸ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ يو چارواکي رسنيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې بيګا نيمه شپه د طالبانو سرې قطعې د دشت ارچي د بازار په امنيتي پوستو بريد کړی دی چې له امله يې ۱۸ تنه سرتيري وژل شوي دي او ۲۳ نور ټپيان دي.

دغه چارواکي وويل چې ښايي تلفات له دې هم زيات وي خو په وينا يې موږ په دې يقيني يو چې ۱۸ تنه سرتيري په دغو بريدونو کې وژل شوي دي.

د سيمې يو تن اوسيدونکي چې د چارواکو د فشار له امله يې نه غوښتل رسنيو ته خپل نوم څرګند کړي ويلي دي چې د تيرې شپې په بريد کې تر ۲۴ پورې سرتيري وژل شوي دي او ۶ تنه نور ټپيان دي.

بل لور ته د کندز امنيه قومندانۍ وياند انعام الدين رحماني په دشت ارچي کې په امنيتي سرتيرو د طالبانو بريدونه تائيدوي خو وايي چې د تلفاتو په اړه دقيقې شميرې تر اوسه پورې نه لري. .

تبصرې (3)

  • ترکله به داسی وژنی روانی وی د ملی اردو سرتیروته می دا پیغام دی که چیری دا دامریکایی دولت شا پرینږدی نو پدی پوه شی چی همداسی به وژل کیږی ښځی به مو کونډی کیږی میندی به مو بوری کیږی او خویندی به مو بی وروره کیږی د شیطانی امریکا همدا مطلب دی چی افغانان یوبل خپله ووژنی په تاسی وطن ګټی او په امارت اسلام هم مو وطن ویجاړ شو هم مو اسلام ترکله.
    دا بهتره ده چی د اسلام دفاع لپاره امارت سره یوشی پدی کار به مو دنیا او آخرت ښایسته وی کله چی مو له اسلامه دفاع وکړه او اسلام مو وګاټه وطن مو په خپله راجوړیږی .
    امریکا زمونږ د مور زوی ندی چی مونږ سره مرسته وکړی امریکا خپلی موخی لری هغه داچی مسلمانان تباه شی که چیری دا حالت وی نو خود به امریکا خپل شوم اهدافوته رسیږی او مونږ مسلمانان به تباه کیږو.

    • عبدالوالی فهیم صاحب،اسلام ته کومه خطره نشته،دا جنګ د اسلام او کفر نه دی،ځکه چه افغانستان تر اوسه پوری دارلکفر نه دی،افغانستان اوس هم دارالاسلام دی،جنګ د چوکی او بلکه دا د اوبو او د خاوری (سیندونه،پښتونستان)لپاره دی،اسلام ساتونکی الله ج دی،هیڅ څوک اسلام ته تاوان نشی راسوالی،

      • حاجي صاحب خراباتي ؛ بيشكه چي د دين ساتونكى الله(ج) دى
        كله دي دا هم فكر كريدى چي دا دومره نبيان يي د سه لپاره را ليگلي دي، قران كريم د سه لپاره، دا دومره د جهاد ايتونه د سه لپاره، د رسول الله(ص) أو د صحابينو(رض) د كفارو سره جنگونه د سه لپاره ؟
        د زمكي پر سر يوازينى هيواد چي هلته شريعت أو د پاك الله(ج) حدود جاري وه افغانستان و أو د امنيت له لوري يي مثال نه و، دا كفارو نشواى زغملاى توله سره يو زاى شول أو پر دي بيچاره أو غريب ملك يي حمله وكره
        ددوي تولو قوماندان خنزير بوش پر افغانستان بريد صليبي جنگ وباله او په مقابل كي يي پاك جهاد روان دى دوى نه دسند داوبو لپاره راغلي وه أو نه هم د پشتونستان لپاره.
        الله(ج) ته خواست كوم چي زمونژ سترگي، ژبه أو غوگونه دين ته متوجه كي او زره مو پر دين كلك كي أو د زره اطمينان را په برخه كي
        يا مقلب القلوب ثبت قلوبنا على دينك
        امين يا رب العلمين