سمنګان: د طالبانو په بريد کې ۱۴ اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د سمنګان ولايت چارواکي وايي چې د طالبانو په يو ډله ييز بريد کې ۱۴ تنه اربکيان وژل شوي دي.

د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي رسنيو ته ويلي دي چې دغه پيښه د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ په زيرکي کلي کې رامنځته شوې ده چې له امله يې ۱۴ تنه اربکيان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د والي وياند وويل چې په دغه جګړه کې د طالبانو له لوري هم ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

بل لورته د سمنګان ولايتي شورا مرستيال هاشم سروري ادعا کړې ده چې طالبانو په زيرکي کلي کې څو کورونه چې د دولتي سرتيرو پوستې ورکې وې سوځولي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.