
طالبانو، د بې وزلواو یتیمانو د مرستې لپاره د خپلې ادارې اړیکه خپره کړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): طالبانو له بې وزلو، یتیمانو او معلولینو سره د مرستې لپاره د خپلې ځانګړې ادارې اړیکه خپره کړه.
دوی چې د نظامي کمیسیون تر څنګ، فرهنګي، اقتصادي او دعوتي کمیسیونونه هم لري، دغه اداره يې د واک په ساحه کې د بې وزلو مرسته کوي.
په همدې تړاو د طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې پر مسلمانانو غږ شوی، چې د خپلو بې وزلو، یتیمانو او معلولینو وروڼو او خویندو لاس نیوی وکړي.
«د نړۍ د مسلمانانو د پام وړ! لکه چي پوهيږو او خبر يو چي مسلمان هيواد افغانستان له څلويښتو کلونو راهيسي په جلا جلا توګه د کفري بدمعاشو يا زورواکو يرغلګرو قوتونو تر مسلحانه او مخامخ وحشي او بې رحمه بريد لاندي راغلی او لا هم دا کرغېړنه فاجعه د امريکايي ښکيلاکګرو په شکل کي دوام لري. نو بايد په دې هم وپوهيږو چي دغو کفري وحشي اشغالګرو د جنګ او بمبار له کبله به په افغانستان کي د نورو ناخوالو تر څنګ څومره افغانان معيوب ، يتيمان او بې سرپرسته کړي وي.»
په اعلامیه کې «۰۰۹۳۷۰۸۷۶۶۱۳۹» شمېره د واټساپ اړیکي او «orphans.yia@gmail.com» ایمیل ادرس د مرستو لپاره اعلان شوي دي.
دوی ډاډ ورکړی چې هر ډول مرسته به په پوره امانت دارۍ تر اړو خلکو ورسول شي.
«په دې اړه د بېوزلو يتيمانو او معلولينو چارو اداره تاسو رحمدله مسلمانانو ته په بشپړه توګه ډاډ او اطمينيان درکوي چي اداره به ستاسو هر ډول نقدي او ….. مرستي، د افغانستان اسلامي امارت د ترتيب شوي لايحې اولارښود سره سم پر وخت او په سمه توګه ور رسوي.»
ناټو د امریکا په مشرۍ د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې تر اوسه يې زرګونه افغانان وژلي او ګڼې کورنۍ بې سرپرسته پاتې شوې دي.
ډیر اعلی مننه له اسلامی امارت څخه الله ج دی تاسی بریالی لری موږ پوهیږو چی تاسی خپله مرستی ته اړتیا لری مګر دا چی تاسی پدی حالت کی هم خپل بیچاره ولس سره مرسته کوی دا ستاسی مسلمانی او اسلامی جزبه ښیی.
دی ګوډاګی حکومت کی خو یوازی ځان ځانی خبره ده لا هم د بی وزله او یتیم حق خوړل خوړل کیږی او تر پښو لاندی کیږی ،
نوتاسی ته دی الله ج اجر درکړی چی تل د دی بیوزله ملت مرسته مو د ځپل سر په وینو کړی دی.
چی ددی کمیسون مشر که خدای ج وکړی امانت دار وی ښه به وی اوکه۰۰۰۰۰ خدای فوهیږی
وروره ،د افغانانو په وژنه کی نه یوازی امریکا ،او ناټو بلکه طالیبان په دا جرم کی کی اتیا فیصده ونډه لری،د مثال په ډول،طالیبانو په غزنی ډلیز یرغل وکړ.نتیجه کی یی نیم غزنی تر چاړه تیر کړ،یو امرکایی هم مړ نشو.که چیری طالیبانو یرغل نه وې کړی نه به افغان مړکیده او نه به غزنی ورانیده،او نه به طالیبان مړه کیده.حالانکه دولت او امریکا نعری وهی چه یرغلونه مه کوی راشی خبری وکړو،او مسله هم له خبری حل کیدونکی ده،او امریکا وتلو ته هم تیار دی.چندی ټولول ،خیراتونه ورکول،یتیمانو ته،زخمیانو ته هیڅ ګټه نه کوی،تر څو چه زخمی کیدل،یتیم… نور لوستل »
که بیوازلی،فقیری،بی سوادی،خواری،ذلت.زخمتوب،یتیمتوب،کونډتوب،له منځه وړی ،نو سوله یی یوازنی دحل لاره ده.هسی په چندو ،په سوال دا شیان له منځه نه خی،دا ناولی جنګ یی عوامل دی ،باید د بد بختی عوامل له منځه لاړ شی.سوال، چنده،خیرات د هیڅ رنځ داوا نه ده