fbpx

د بېلا بېلو مبایلونو نقلي چارجر پيژندلو ځانګړې لارې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): په نړۍ کې ځیرک مبایلونو استعمال تر ډیرې اندازې لوړ شوی، چې لږ تر لږه هر ځوان د ځیرک مبایل استعمال سره عادي دی، چې ددې په استعمال کې تر ټولو لویه ستونزه د چارجرو رامنځته کیږي او له کبله یې د مبایل شاټ کېدو امکانات وي.

دغه ډوله چارجرې استعمالول په هغه صورت کې رامنځته کیږي چې د اصلي او نقلي چارجر توپیر ونه کړای شي، پایله دا وي چې موده وروسته مبایل خراب وي، خو راځئ له هغو ځانګړو لارو ځان خبر کړو چې د مختلفو ځیرک مبایلونو پیژندنه وکړي.

د سامسنګ نقلي چارجر څنګه وپيژنو؟

د سامسنګ په نقلي او اصلي چارجر کې توپیر کول که څه هم ستونزمن دي، خو د سامسنګ چارجر پرمخ د لیکل شویو شیانو څخه اندازه شونې ده، که چیرې پر سامسنګ چارجر A+ نښه او یا هم میډن چاینا لیکل شوی وي نو څرګنده ده چې دغه چارجر په خپل اصلي کیفیت کې نه دی.

د ایفون مبایل نقلي چارجر څنګه وپيژنو؟

په ټولو چارجرو کې د ایفون مبایل نقلي چارجرې زیاتې ترلاسه کیږي، چې زیاتره وخت ددغو چارجرو چاودیدلو پيښې هم رامنځته شوي، د ایفون نقلي چارجر پيژندلو نښه داده چې په دې به Designed by Apple in California نه وي لیکل شوی، همدا ډول په نقلي چارجر کې د ایپل ځانګړې لوګو رنګ تت او د اصلي پر پرتله بیکاره وي.

تېر کال د دیسمبر په میاشت کې په برتانیا کې د یوې سروې له مخې ویل شوي وو چې د محصولاتو ادارې د ایفون نقلي ۴۰۰ چارجرې وازمویلې چې ۹۹ سلنه یې ناکامې شوې، چې ډیرې یې د سوځېدو او د بریښنا له سخت شاټ سره مخ شوې.

هوواوې مبایل نقلي چارجر څنګه وپيژنو؟

د هوواې مبایل نقلي چارجر پيژندلو لپاره ددې پر پاکټ او چارجر هر څه ولولئ، که چیرې دغه لیکل یو شی و چارجر اصلي خو که په دغه لیکلو کې توپير و نو دغه چارجر نقلي دی.

د ګوګل پېکس نقلي چارجر څنګه وپيژنو؟

ګوګل پېکسل یوازینۍ داسې کمپنۍ ده چې د خپل ځیرک مبایلونو لپاره چټک چارجر وړاندې کوي، که چیرې په بازار کې رانیولی چارجر مو د مبایل په چارجولو کې زیاته موده وخت نېوه نو پوه شئ چې دغه چارجر نقلي دی.

د شیاؤمي نقلي چارجر څنګه وپيژنو؟

شیاؤمي چینایي کمپنۍ ده، چې په عام ډول دغه کمپنۍ د خپلو مبایلونو لپاره ددې تار/کیبل اوږد جوړوي، د پېرلو پر وخت وګورئ که ددغه مبایل چارجر له ۱۲۰ سانتي میترو څخه کم او ایډاپټر یې ستر و نو دغه چاجر نقلي دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د