ولسي جرګه: له امریکا سره پر شوي تړون دې بیا غور وشي

د ګډحکومت په دویمه ورځ د امنیتي تړون د لاسلیک شېبې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې پر روان امنیتي وضعیت خبرې وکړي او له امریکا سره شوی تړون يې بې ګټې وباله.

د جرګې غړو د کورنیو چارو وزیر او دفاع وزیر د استیضاح لپاره هم لاسلیکونه را ټول کړل.

دوی په تېره شبه کې د دوو ولسوالیو او څو پوځي مرکزونو سقوط او د ګڼو عسکرو مرګ ـ ژوبلې ته هم اشاره وکړه.

ولسي جرګې پر دې سربېره په کابل کې د مسعود د پلویانو له لوري هوايي ډزې او د حکومت له خوا يې نه مخنیوی هم وغانده.

له امریکا سره امنیتي تړون ګډ حکومت د واک په دویمه ورځ د متن له لوستنې پرته لاسلیک کړ.

د ولسي جرګې د غړي لالي حمیدزي په وینا د دې تړون د لاسلیک لپاره حتی بسم الله محمدي هم نه تیارېده، خو حنیف اتمر د امنیت شورا د سلاکارۍ په بدل کې دې کار ته تیار شو.

هغه وخت د ولسي جرګې له پنځو غړو پرته نورو ټولو د دې تړون د لاسلیک هرکلی وکړ او دا يې د هېواد په ګټه وباله.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي هغه وخت هم له رسنیو سره وویل، چې د امریکا سفارت د دې تړون د هوکړې لپاره وکیلانو ته د دندې د اوږدولو ژمنه ورکړې او هم يې نقدې پیسې پرې ویشلې دي.

د دې تړون په واسطه امریکایانو ته د نهو پوځي اډو قانوني سند ورکړل شو، چې د عام افغان ولس له لوري دا ملي خیانت او د اسلام ضد عمل وبلل شو.