د ګډ حکومت له پيله ۵۶ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ اداره «نی» وايي وايي، چې ۲۰۱۴ کې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ د ګډ حکومت له پيله په هېواد کې ۵۶ خبريالان او د رسنيو نور کار کوونکي وژل شوي دي.

د نی ادارې اجراييه مشر مجیب خلوتګر نن دوشنبه په کابل کې رسنيو ته وويل، چې په تېرو اوولسو کلونو کې ټول ټال ۹۵ کورني او بهرني خبريالان او د رسنيو نور غړي وژل شوي، چې يوازې ۵۶ يې د ګډ حکومت په دوره کې وژل شوي دي.

د خلوتګر په وينا د حکومت مسووليت د خبريالانو او عامو خلکو د ژوند ژغورل دي او امنيتي ځواکونه بايد د امنيتي  پېښو پر مهال د خبريالانو خونديتوب باوري کړي.

د خلوتګر په وينا په بلخ ولايت کې د خبريالانو پر ضد د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي او د محلي حکومت سربېره مرکزي حکومت يې هم تورن کړی، چې د حقايقو د خپرولو مخنیوی کوي.

دا په داسې حال کې، چې تېره اونۍ د کابل ښار په لويديځ کې د دوو پرله‌پسې چاودنو له امله دوه خبريالان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د