د ایران د بهرنیو چارو وزير د نړۍ يهودانو ته د نوي عبري کال مبارکي وویله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په خپل هېواد او ټولې نړۍ کې یهودانو ته د نوي عبري کال مبارکي ويلې، په داسې حال کې د ایران او  اسرايلو اړيکې ترينګلې  دي ا و اسراييل ایران په سيمه کې د ټولو بحرانونو لامل بولي.

جواد ظريف په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «زه د خپل هېواد د يهودانو په ګډون د نړۍ په هر ګوټ کې ټولو يهودانو ته د نوي عبري کال مبارکي وايم، ستاسې دا اختر دې له خوښيو او نېکبختيو ډک وي.»

د بهرنيو چارو وزير او د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپلو ټويټر پيغامونو کې په ایران کې د نوي عبري کال په مناسبت د ایراني يهودانو د غونډو انځورونه خپاره کړي دي.

په ایران کې د يهودي لږه‌کيو شمېر شاوخوا شل زره دی، په داسې حال کې، چې د ۱۹۷۳ انقلاب پر مهال يې شمېر ۸۵زره و، خو ويل کيږي، چې له اسراييلو د باندې په منځني ختيځ کې تر ټول زيات شمېر یهودان په ایران کې اوسيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د