fbpx

د افغانستان پریمیئر لیګ بولۍ کې یو شمېر بهرني لوبغاړي واخیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷): د افغانستان پریمیئر لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ دوام لري، چې په کې د پنځه امتیاز لرونکو لوبډلو لخوا یو شمېر خارجي او داخلي لوبغاړي واخیستل شول.

دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ دوام لري چې په کې په شپږ کټیګریو کې د بلخ، پکتیا، ننګرهار، کابل او کندهار لوبډلو د کریس ګېل، شاهد افریدي، برینډن میکولم، انډري رسل او یو شمېر نورو داخلي لوبغاړو په ګډون د لوبغاړو پلور دوام لري.

په بولۍ کې شپږ بېلا بېلې کټیګرۍ دي چې هره یوه یې مختلفې بیې لري:

لومړی: آیکن کټیګري، چې داخلي او خارجي لوبغاړي یې (۱۰۰۰۰۰) امریکایي ډالره بیه لري.

دویم: ډائمنډ کټیګري، چې خارجي لوبغاړي يې (۷۵۰۰۰) او داخلي لوبغاړي (۶۰۰۰۰) امریکایي ډالره بیه لري.

درېیم: ګولډ کټیګري، چې خارجي لوبغاړي (۵۰۰۰۰) او داخلي لوبغاړي (۴۰۰۰۰) امریکایي ډالره بیه لري.

څلورم: سیلور کټیګري، چې خارجي لوبغاړي (۳۰۰۰۰) او داخلي لوبغاړي (۲۰۰۰۰) امریکایي ډالره بیه لري.

پنځم: د نړیوالې شورا اسیسویټ کټیګري، چې لوبغاړي یې (۱۵۰۰۰) امریکایي ډالره بیه لري.

شپږم: ایمرجنګ کټیګري، چې لوبغاړي یې(۱۰۰۰۰) امریکایي ډالره بیه لري.

هرې لوبډلې له بېلا بېلو کټیګریو څخه لوبغاړي له ځان سره نېولې دي، چې ځینې مشهور لوبغاړي یې په لاندې ډول دي:

آیکن کټیګري: کریس ګېل د بلخ لوبډلې لخوا، شاهد افریدي د پکتیا لوبډلې لخوا، برینډن میکولم د کندهار لوبډلې لخوا، انډري رسل د ننګرهار لوبډلې لخوا او راشد خان د کابل لوبډلې لخوا واخیستل شو.

ډائمنډ کټیګري: تیسارا پریرا د پکتیا لوبډلې لخوا، محمد شهزاد د پکتیا لوبډلې لخوا، تمیم اقبال او مجیب الرحمن د ننګرهار لوبډلې لخوا، کولن مونرو او محمد نبي د بلخ لوبډلې لخوا، لوک رونکي او حضرت الله ځاځی د کابل لوبډلې لخوا، وهاب ریاض او اصغر افغان د کندهار لوبډلې لخوا واخیستل شول.

ګولډ کټیګري: پال سټرلینګ او نجیب ځدراڼ د کندهار لوبډلې لخوا، روي بوپارا او افتاب عالم د بلخ لوبډلې لخوا، کولن انګرام او فرید ملک د کابل لوبډلې لخوا، بین کټینګ او شفیق الله شفق د ننګرهار او  کامرون ډیلپورټ او شرف الدین اشرف د پکتیا لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د سیلور کټیګرۍ لپاره بولۍ دوام لري چې ورپسې به د د نړیوالې شورا اسیسویټ کټیګري او ایمرجینګ کټیګرۍ لوبغاړو بولۍ پېل شي.

په یاده بولۍ کې به د افغانستان لوبډلو په شمول نورو لس نړیوالو لوبډلو څخه تر ۳۵۰ داخلي او خارجي لوبغاړي واخیستل شي چې هره لوبډله به لږ تر لږه اولس لوبغاړي چې لس داخلي او اوه خارجي دي واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د