fbpx

د ظالمانو پر ضد پاڅون ته د قرآن کريم بلنه

عبدالمالک همت

لاندي کرښي مو د ” داستانهاى پيامبران در قرآن “ له ١٥٤ـ ١٥٩ مخونو څخه را اخيستي دي، خو د آيتونو ژباړي يې زموږ له خوا دي.

لوى څښتن جل جلاله د هود عليه السلام قوم عاديان وغندل چي ولي يې د ظالمانو له لارښوونو څخه پيروي وکړه او له دې امله د هلاکت او د ده له رحمت څخه د ليري کېدو مستحق سول او فرمايي:

﴿وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهُ وَاتَّبَعُوا أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (59) وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِعَادٍ قَوْمِ هُودٍ (60) [ هود ١١: ٥٩ ـ ٦٠ ]

ژباړه: ۵۹. او دغه وه د عاد د قوم خلک چي د خپل پالونکي له نښانو څخه يې انکار وکړ او د هغه د پيغمبرانو نافرماني يې وکړه او د حق د هر منکر او غاړه نه ورته ايښوونکي جابر او متکبر (چي پر هغو به يې واک درلود او حق ته به نه تسليمېدی) اطاعت يې وکړ(په داسي حال کي چي دوی مسؤول وه چي د دغسي واکمنو له واکه ځانونه آزاد کړي او د خپلو ځانونو په باب فکر وکړي او دونه ټيټ نه سي چي خپل انسانیت سپک کړي).

۶۰. او (د دې پایله دا سوه چي) د دې دنيا په ژوندکي هم (خوار او شوره او شرمنده سول او د خدای)په لعنت اخته  (د لوی څښتن له لوروني[رحمت] څخه وشړل سول او  بې برخي) سول  او همداراز د قیامت په ورځ هم (د خدای) په لعنت اخته (د لوی څښتن له لوروني ليري) سول. هو، (ای نړۍ والو)پوه سئ! چي د عاد قوم په خپل پالونکي سره کفر غوره کړی وو. هو، (ای خلکو!) پوه سئ چي د هود قوم عاد (الله) له هر خير څخه ليري کړ (او هر شر ته يې نژدې کړل).

د هر ظالم او حق نه پېژندونکي له تسلط څخه د آزادۍ او خلاصون لپاره بلنه يوه داسي بلنه ده چي قرآن کريم يې د خپلو پيروانو په غوږونو کي زمزمه کوي. څو خپل ځانونه د هر تېري کوونکي او خداى دښمنه ظالم له واک څخه وژغوري.

په پورتني آيت کي له ظالم انسان څخه د قرآن تعبير ډېر دقيق او لطيف دى او هغه ته يې د”جبار“ او ”عنيد“ دوه صفته کارولي دي. جبار متکبر او مغرور او بې رحمه انسان باله سي چي لجاجت، د حق سره دښمني او له باطلو څخه ننګه او دفاع د هغه له څرګندو صفاتو څخه وي. اسلام خپلو پيروانو ته اجازه نه ورکوي چي د ظالمو او سخت زړو مغرورانو او باطلو په وړاندي سرونه ټيټ کړي او بنده ګۍ ته يې غاړي کښېږدي او په پايله کي په ډول ډول بخولو او عذابونو اخته سي او د هغو د لاسونو آلې وګرځي. څو هغوى د خپلو شومو او باطلو موخو په تر سره کولو کي کار ځني واخلي. بلکي اسلام خپلو پيروانو ته چيغي وهي چي د دغو ظالمانو په وړاندي پاڅون وکړي، د هغو دروغجن واک ته تسليم نه سي او ښه وپوهيږي چي د ظالمانو د غوښتنو په وړاندي تسليمېدل د صحيح ايمان سره مخالفت دى. ايمان بايد د انسان نفس ته شرافت، کرامت او عزت په برخه کړي او د حق د مخالفو قدرتونو له ولکې يې وژغوري. هغه څوک چي د رشتياني ايمان خاوند وي تر ځان تېريږي، خو ظلم او تېري ته نه تسليميږي. د ايمان رشتيني خاوندان د خداى نه منونکو او بې رحمو ظالمانو د سلطې د منلو په هکله هيڅ عذر نه سي درلودلاى او هيڅ اجازه نه لري چي د هغو تر فرمان لاندي محکوم  او بې واکه واوسي او د تعظيم په دود سرونه ور ته ټيټ کړي. دا يوه نه بخښونکې ګناه ده. ځکه چي د ايمان خاوندان ډېر دي او ظالمان په اقليت کي دي. پر دې سربېره د مظلومانو د برياليتوب ستر لامل د هغو حقانيت او د ظالمانو د ماتي مهم سبب د هغو ظلم او تېرى دى. کله چي د ايمان خاوندان د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره را پاڅي او په دې لار کي ونه وېريږي او پر لوى څښتن او پر خپل حقانيت متکي وي او له بې اتفاقۍ او بېلوالي څخه ډډه وکړي او خپلواکي خپل سپېڅلى هدف وګڼي او هغې ته د رسېدو په لار کي له هيڅ ډول قربانۍ څخه ډډه ونه کړي، هرومرو به يې په لاس راوړي.

مومنان بايد د کفر، ظلم او بې عدالتۍ پر ضد را پاڅيږي. له مادي، معنوي او فکري قدرت څخه ګټه واخلي. د منظمو پلانونو او کړنلارو په لار اچولو سره مخ په وړاندي ولاړ سي. له خپله ځانه او له خپل موقعيت او شرايطو او د کفر او ظلم پر ضد د لوى څښتن د دين د مبارزې په اړه او همدارنګه د حق د دښمنانو او د هغو د حالت او برخليک په اړه  بايد دقيق شناخت ولري او پر هغو آيتونو باندي په ايمان سره چي زېرى ورکوي چي : د هر ظالم او ويني بهوونکي پاى هلاکت او پوپنا کېده دي. بايد پر خپل برياليتوب يقين او باور ولري.

﴿وَاسْتَفْتَحُوا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (15) مِنْ وَرَائِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَى مِنْ مَاءٍ صَدِيدٍ (16) [ ابراهيم ١٤ : ١٥ او ۱۶].

ژباړه: ۱۵. او پیغمبرانو له خپل پالونکي څخه غوښتنه وکړه چي د هغو پر دښمنانو يې بريالي کړي (نو الله يې دغه غوښتنه ومنله) او هر متکبر او د حق  دښمن (، سره د دې چي دغه حق ورته څرګند هم وو، خو بیا يې هم د هغه متابعت نه کاوه) ، نامراده سو او بري ته ونه رسېد.

۱۶. بیا د دغه متکبر په وړاندي جهنم دی (هغه ته به ورواچول سي) او هغه ته به (د دوږخيانو د بدنونو هغه) نوونه (زوي، چي د هغو له بدنونو څخه بهيږي) د څښلو لپاره ورکول کيږي (، خو تنده به يې نه ورماتوي او پرله پسې به په تنده او د عذاب په نورو ډولونو کړول کيږي).

﴿وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (139) ﴾[ آل عمرن ٣ : ١٣٩ ]

ژباړه:  (اى مسلمانانو! ) تاسي (د دښمن له جګړې څخه) کمزوري مه ښکاره کوئ (همت مه بايلئ) او مه ګروم (غم) کوئ (او مه د ”احد“  په جګړه کي د کړاوونو د درپېښېدو له امله غمجن کېږئ). که تاسي په رشتيا مومنان پاته سئ (خداى او پيغمبر رشتيني وبولئ او د اسلامي شريعت متابعت وکړئ)، نو تاسي به سر لوړي (او لاسبري) اوسئ. (او ښه انجام به ستاسي وي).

هو! لوى څښتن د هود قوم هلاک کړ، ځکه چي کافرانو او ظالمانو ته تسليم سول او له هغو څخه يې اطاعت او پيروي وکړه او د هغو باطلي لارښووني يې پلي او عملي کړې. له دې امله په دنيا او آخرت کي د لوى څښتن له رحمت څخه بې برخي سول او د ترټني او لعنت مستحق وګرځېدل. تر دې وروسته هم د لوى څښتن دغه سنت او قانون ادامه لري. هر څوک، ډله او ولس چي د کافرو ظالمانو د نامشروعو غوښتنو په وړاندي تسليم سي په هلاکت، بدبختي او الهي عذاب به اخته سي.

﴿فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا (43) ﴾[ فاطر ٣٥ : ٤٣ ]

ژباړه: ته به (ای پیغمبره!) د الله په سنت او کړنلار کي هيڅ بدلون ونه وينې(چي دغه هلاکت دي پر دوی رانه سي). او نه به ته د الله په دې کړنلار کي (بل چا ته چي د هلاکت وړ نه وي) لېږدېده او ور  ګرځېده ووينې (چي دغه هلاکت پر نورو باندي راسي، ځکه دا ثابت او عام الهي سنت دی او بدلون نه مومي).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د