Afghan security forces keep watch in front of a mosque where an explosion happened in Kabul, Afghanistan November 21, 2016. REUTERS/Omar Sobhani

د کابل د «سوریه» کولو هڅې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د ټرمپ د جنګي ستراتیژي تر ناکامي وروسته د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د قومي او مذهبي تاوتریخوالي او شخړو په راپیدا کولو سره هڅه کیږي چې دلته هم د سوريي په څیر مذهبي او فرقه يي جګړه پیل شي.

د ښاغلي غني تر مشرۍ لاندې د ملي وحدت په نوم ګډوله حکومت چې څلور کاله وړاندي د جان کیري تر وصایت لاندې جوړ شو دغه هدف ته د رسیدو لومړنۍ هڅه وه.

د یاد حکومت په راتلو سره د هغه د نورو مفاسدو ترڅنګ د افغانانو ترمنځ داخلي اختلافاتو زور واخیست او د هیواد په شمال په تیره فاریاب، سرپل، جوزجان او بلخ کې شخصا د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال دوستم د محلي خلګو په ضد تصفیوي عملیات تر سره کړل.

همداراز د دې حکومت په راتلو سره د مذهبي جګړې پیلولو په غرض په کابل ، هرات او ګردیز کې د اهل تشیع په خلاف په مسلسل ډول مرګونې بریدونه تر سره شول چې له امله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شول.

دغه بریدونه که څه هم چې ظاهرا د داعش تروریستي ډلې په نوم ترسره شوي خو دا اوس هرچاته څرګنده ده چې په افغانستان کې داعش د چا لخوا او د کومو موخو لپاره تجهیز او تمویلیږي.

د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسي د کابل په لویدیځ برچې سیمې کې د اهل تشیع پر مساجدو، مذهبي او تعلیمي مراکزو باندې دولس خونړي بریدونه وشول چې هر برید یې له سلو تر دووسو پوري قربانیان لرل.

د تیرې چارشنبی برید د دې خونړۍ لړۍ وروستی برید و چې د طلوع ټلویزون پر دوو خبریالانو سربیره ورکې له ۲۵ تر ۳۵ پوري کسان مړه او په لس ګونو نور ژوبل شول.

تر دې برید وروسته د سیمې شیعه اوسیدونکو له حکومته وغوښتل چې یا د دوي امنیت وساتي اویا هم دوی ته وسلې او امکانات ورکړي چې دوی خپله د خپلې سیمې امنیت وساتي .

د معلوماتو له مخې چې ښاغلي غني د سیمې د خلګو له یاد وړاندیز سره توافق ښودلی چې دا کار په حقیقت کې په کابل پلازمینه کې د شیعه سُني – جګړې د پیلولو مقدمه بلل کیږي.

ځکه حتما به د دغې شیعه میشتې سیمي د ځانګړو محلي (فرقه يي)) تشکیلاتو په منځ کې د فاطمیون ډلې توند لارې وسله وال ځای پرځای کیږي چې هغوی به د خپلو وژل شویو په انتقام کې د کابل هرسُني اوسیدونکي نیسي، په وحشیانه ډول به یې د کمرو په مخ کې وژني او بیا به دا ویډیو کلیپونه د خواله رسنیو په مټ نشروي چې بالمقابل به داعش د هغوی په مقابل کې د سُنیانو د مدافعینو نوم را ولاړیږي او د هغوی انتقام به له عامو شیعه ګانو څخه اخلي چې په دې ډول به لومړی په کابل او بیا د هیواد په نورو سیمو کې د عراق او سوریې په څیر د داعش او فاطمینو ترمنځ مذهبي او فرقه يي تباه کوونکي جګړې ته لاره پرانیستل کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زما په اند هر سه چي دوي وكي دا به يوزازي ددوي په ساحه كي وي أو مجاهدينو ته به كوم زيان ونه رسوي إنشاءالله زكه چي نن ورز كه پشتون دى كه تاجك دى كه أزبك أو كه …. توله په يوه صف كي دي أو نور به هم دير شي إنشاءالله . د امريكا او مرييانو به يي ملت نور هم په تنگ شي أو د ازادى لاره به نوره هم لنده شي إنشاءالله . پاك الله(ج) دي پر دي مظلوم ملت ورحميژي او ازادي ور په برخه كي أمين ثم أمين