السټر کوک پنځم لوبغاړی شو چې پخپل لومړي او وروستي ټیسټ کې یې سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان لوبډلې ستر نامتو چپ لاسی لوبغاړی السټر کوک د نړۍ پنځم لوبغاړی شو چې په خپل لومړي او وروستي ټیسټ سیالۍ کې یې سلیزې ووهلې.

السټر کوک په ټیسټ سیالیو د انګلستان لخوا لومړی زیاتې منډې جوړونکی او د نړۍ پر مخ په چپ لاسو لوبغاړو کې کمار سنګا کارا ته په ماتې ورکولو د زیاتو منډو جوړولو لومړی لوبغاړی شو.

نوموړي په ټولو ۱۶۱ ټیسټ سیالیو او ۲۹۱ پاڼیو کې د ۳۳ سلیزو او ۵۷ نیمه سلیزو په لرلو، د ۴۵.۳۵ اوسط او په یوه لوبه کې د ۲۹۴ زیاتو منډو سره ټولې ۱۲۴۷۲ منډې جوړې کړې او د نړیوال کرېکټ سره یې ښه په احترام او دمینوالو په مینه مخه ښه وکړه.

السټر کوک یو له هغو پنځو لوبغاړو څخه شو چې په خپله لومړۍ او وروستۍ ټیسټ سیالۍ کې یې سلیزې ووهلې، نوموړي په وروستۍ سیالۍ کې په دواړو پاڼیو کې له ۲۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې.

نوموړی له بین پوسفورډ، ریګي ډوف، ګریګ چاپل او محمد اظهر الدین څخه وروسته په دغه لیست کې په پنځم نمبر ځان ثبت کړ، خو له بل اړخه لومړی لوبغاړی شو چې په خپل وروستي ټيسټ کې یې تر ټولو زیاتې منډې یې جوړې کړې.

دغه نامتو لوبغاړي په ۲۰۰۶م کال کې د لومړي وار لپاره په ټیسټ سیالۍ کې د هند پر وړاندې د هند په ناګپور ښار کې سلیزه ووهله چې اوس په وروستۍ سیالۍ کې يې د هند لوبډلې پر وړاندې په خپله خاوره (اوول لوبغالي کې) سلیزه ووهله او یو شمېر ریکارډونه یې په خپل نوم کړل.

د یادونې وړ ده چې السټر کوک هند لوبډلې ته په څلورمې ټیسټ سیالۍ کې او په سیریز کې په ۳-۱ له ماتې ورکولو وروسته د نړیوال کرېکټ سره د مخه ښې اعلان وکړ چې په پنځمه او دده وروستۍ ټیسټ سیالۍ کې یې څو ریکارډونه په خپل نوم کړل او د مینوالو لخوا د لاسونو په پړکولو او احترام سره رخصت کړل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د