په افغانستان پریمیئر لیګ کې کومې لوبډلې ستر لوبغاړي ترلاسه کړل؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمئر لیګ (APL) د لوبغاړو د پېر/بولۍ مراسم پای ته ورسېدل او هرې امتیاز لرونکې لوبډلې په کې ونډه واخیستله.

دغه مراسم چې د ۳۵۰ خارجي او داخلي لوبغاړو لپاره د ورځې په ۴ بجې پېل شوي وو د شپې ناوخته په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل، او هره لوبډله وتوانېدله لږ تر لږه ۱۷ لوبغاړي وپیري، څرګندیږي چې لومړی بلخ او بیا د پکتیا لوبډله د نورو په پرتله تکړه لوبغاړي لري.

د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې (بلخ، پکتیا، کابل، ننګرهار، کندهار) ګډون کوي چې ټولې د هندي شرکتونو لخوا اخیستل شوي، دغه لیګ به په شارجه نړیوال لوبغالي کې په ۵م اکتوبر پېل او په ۲۳م پای ته رسیږي، په یاد لیګ کې د کرېکټ نړۍ ستر لوبغاړي واخیستل شول.

په هره لوبډله کې یو آیکن لوبغاړی، دوه یا درې ډائمنډ، دوه یا درې ګولډ او همداسې نور لوبغاړي دي چې هرې لوبډلې له ځان سره لږ تر لږه د ۱۷ لویغاړو نومونه ثبت کړل.

بلخ لوبډله: کریس ګېل (آیکن)، محمد نبي او کولن مونرو (ډائمنډ)، روي بوپارا، ګلبدین نائب او افتاب عالم په (ګولډ) کټیګرۍ کې ځای لري، د نورو لببغاړو لپاره انځور وګورئ!

کابل لوبډله: راشد خان (آیکن)، لوک رونکي او حضرت الله ځاځی (ډائمنډ)، کولن انګرام، جاوید احمدي او فرید ملک په (ګولډ) کټیګرۍ کې دي، ټول لوبغاړي په لاندې انځور کې وګورئ!

پکتیا لوبډله: شاهد افریدي (آیکن)، محمد شهزاد او تیسارا پریرا (ډائمنډ)، کیمرون ډیلپورټ، شرف الدین اشرف او سمیع الله شینواری په (ګولډ) کټیګرۍ کې دي، د نورو لوبغاړو لپاره لاندې انځور کې کتلی شئ!

ننګرهار لوبډله: انډري رسل (آیکن)، تمیم اقبال، مجیب الرحمن او بین کټینګ (ډائمنډ)، شفیق الله شفق او نجیب ترکی په (ګولډ) کټیګرۍ کې دي، نور لوبغاړي لاندې وګورئ!

کندهار لوبډله: برینډن میکولم (آیکن)، وهاب ریاض او اصغر افغان (ډائمنډ)، پال ۍټرلینګ، نجیب ځدران او کریم جنت په (ګولډ) کټیرګۍ کې دي.

هره لوبډله لږ تر لږه ۱۷ او زیات نه زیات ۲۰ د ۷ خارجي لوبغاړو په ګډون لري، چې تر ټولو زیاته بیه (۱۰۰۰۰۰) ډالره د آیکن لوبغاړو وه.

د شاهد افریدي په ګډون زیاتره لوبغاړو په خپلو ټویټر پاڼو په یاد لیګ کې په برخه اخیستلو خوښي ښودلې ده او زیاته کړې یې ده چې په دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره د انتظار شیبې شماري.