ولايتي شورا: لوګرولايت د سقوط له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت د ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو وروستی پراخ نفوذ ددغه ولايت د سقوط کولو انديښنې راټوکولې دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصر غيرت وايي چې ددغه ولایت د ازرې، خروار، برکي برک او څرخ ولسوالۍ يوازې مرکزونه له دولت سره دي او نورې ټولې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي، نو دې حالاتو په کتو د لوګر ولايت د سقوط انديښنې زیاتې شوي دي.

په ولسي جرګه کې د لوګر ولايت استازي انجينر صاحب خان هم د لوګر د امنيتي وضعيت په اړه انديښنه وښوده او زياته يې کړه چې په لوګر کې نا امني اوج ته رسېدلې ده.

لوګر چې د کابل  ګاونډي ولايت دی په دې وروستیو کې يو ځل بيا ترې د جنګ جګړو خبرونه ورکول کيږي، تر دې وړاندې هم په لوګر کې طالبانو له بهرنيو او افغان سرتيرو سره جګړې کړي دي چې يو بل ته يې تلفات ور اړولي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه د ولايتونو د سقوط انديښنې زياتې شوي دي او ددغو ناامنه سيمو ډيری چارواکي وايي چې سيمې يې ځکه له واکه وځي چې د طالبانو په بريدونو او جګړو کې زياتوالی راغلی او په سيمه کې ميشت عسکر او امکانات نشي کولای چې د طالبانو مخه ونيسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د