غزل/ همت بدري

همت بدري

ساقي سره له میو نه ډاک جام په میخانه کې
وړلا وو انتظار راته ماښام په میخانه کې

ما لاس د پیر نیولی وو وم ناست په خانقاه کې
هر چا راته کوه لا احترام په میخانه کې

صوفي سترګې ټومبلې وې دچا په واورین مخ کې
دچا به یې کوه خدای زده اکرام په میخانه کې

دچا قاتل باڼه مې لکه غشي په زړه خښ وو
په ما د تورو سترګو وو الزام په میخانه کې

نه چا دغاړې هار کړم او نه چا غیږه کې یوړم
نه چا په تورو زلفو کړم اعدام په میخانه کې

تش لاس له کوره وزم او تش لاس بیرته واپس شم
نو څنګه مې خراب نشي انجام په میخانه کې

:همته: نه په ځان نه په جهان ومه خُمار وم
بې ځانـه وم له ځانه ښه آرام په میخانه کې