اونیز معاش یې سل زره یورو دی، خو بیا هم د مسجد حمامونه پاکوي، ولي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): برتانوی ورځپاڼې «ډیلي میل» پوښتنه کړې چې د سنګال هیواد لوبغاړی سادیو ماني چې د انګلینډ په پریمییر لیګ کې لوبه کوي، په اونۍ کې سل زره یورو معاش اخلي خو بیا هم د لیورپول په یوه مسجد کې لیدل کیږي چې ددغه مسجد تشنابونه او اودس ځایونه صفا کوي؟

ورځپاڼه خپله دغه پوښتنه ځوابوي او وايي چې نوموړی غواړي په دغه کار سره وښيي چې هغه یو ملتزم او وفاداره مسلمانه دی.
څه موده وړاندي پر ټولنیزو پاڼو هغه ویډیو خپره شوه چې په کښي نوموړی مشهور لوبغاړی د یوه مسجد د حمامونو او اودس ځای په پاکولو کې برخه اخیسته.

سادیو ماڼي ۲۶ کاله عمر لري، نوموړی د سنګال هیواد په جنوبي برخه کې د «بامبالي» په نامه کلي کې زیږېدلی دی، چیري چې یې پلار د یوه مسجد امامت کاوه. نوموړي په همدې مسجد کې ژوند کړی او لوی شوی دی.

د سنګال ورځپاڼو ویلي چې د لیورپول لوبډلې سره د تړون وروسته یې په کال ۲۰۱۶ کې د هغه مسجد د بیا رغوني چاري پر غاړه واخیستې په کوم کې چې يې پلار امامت کاوه.

سادیو مانې په یوه مرکه کې ویلي چې کله د خپلې کورنۍ سره یو ځای کیږي نو خپل سر او وریښتان پټوي، ځکه چې ویره لري چې پلار او د کورنۍ غړي به یې ورته غوصه شي.

سادیو ماني په لیورپور لوبډله کې د مصري محمد صلاح تر څنګ په انګلش پریمییر لیګ کې تر ټولو خطرناک دوه لوبغاړي بلل کیږي چې د تیر کال په موسم کې صلاح ۴۴ او ماني ۲۰ ګولونه ووهل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د