پيښور: چاودنو د افسرپه ګډون دګڼو پوليسو ژوند واخيست

peshawer_blastنن ټکی اسیا:د خيبر پښتونخوا په پلازمينه پيښور کې نن په دوو جلابمي چاودنوکې  دپوليسو دجګپوړي چارواکي په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شويدي.

دتفصيلاتو ترمخه لومړۍ چاودنه دپيښور ښارته څيرمه د رينګ روډ دبهادرکلي په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې دپوليسو دیوه تن مشر رشيدخان موټريز کاروان له دغه ځايه دتيريدو په حال کې وو.

ويل کيږي چې درشيدخان له رسيدا سره سم يوه تنکي ځوان په ځان پوري تړلی بم وچاود چې په پايله کې يې ډي ايس پي رشيد خان او دهغه دری تنه ساتونکي په ټکي ووژل شول او دری تنه نورټپيان شول.په چاودنه کې دپوليسو يو موټر له منځه تللی او نورو ته هم زيانونه اوښتي دي.

که څه هم دچاودني دڅرنګوالي په اړه لاڅه په ډاګه شوي نه دي خودپوليسو يوه تن ځايي مشر خبريالانو ته وويل چې دايو فدايي بريد وو.په داسې حال کې چې دبمونو دخنثی کولو د ادارې مشر هغه يوه بمي چاودنه ګڼي.

ديادولو وړ ده چې ډي ايس پي رشيد خان واردمخه هم له ورته يوې چاودني روغ وتلی وو.

نوموړی داسلامپالوپرخلاف دخپلو فعاليتونو سربيره له ګڼو خلکو سره ځاني دښمنۍ هم لرلې چې کيداي شي ددغې چاودني ترشا د داډول تربګنيو لاس هم وي.

دخيبرپښتونخوا مشر صوبايي وزير بشير بلور دغه چاودنه په وزيرستان کې داسلامپالو پرخلاف دپوځ له عملياتو سره تړي اوڅرګندوي چې دغه چاودنه هم طالبانو کړيده.

  خوطالبانو لا پدې اړه کومه څرګندونه نده کړي.واردمخه د داډول پيښو پړه ځايي طالبانو منلي وه.
یو بله چاودنه چې د پولیسو پو یوه موټر باندي سوی، هم لږ تر لږه یو پولیس وژلی او درې نور یې سخت ژوبل کړي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.