سرپل: طالبان وايي مرکز ته څېرمه يې اوه کلي نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي سرپل کې يې مرکز ته څېرمه په جګړه کې ۳۰ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او ګڼ يې ژوندي نیولي.

تېره ورځ مرکز ته څېرمه د بلغلي سیمې اربکي قومندان صمیم وویل، چې طالبانو ترې اته پوستې نیولې دي.

طالبانو نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده سیمه کې يې د پوستو د نیولو تر څنګ يې ګڼ عسکر ژوندي نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، مرکز ته څېرمه يې اوه کلي نیولي دي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.

خبرپاڼه لیکي، بغاوي، قشقري، ګله کل، دولت‌زي، ایګی‌زک، کوټه قره، چشمه شفا هغه کلي دي، چې تازه د طالب سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

حکومتي سرچینو پرون د ۳۹ طالبانو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو دعوه وکړه، چې طالبانو بې بنسټه بللې ده.

طالبانو ویلي، په دې جګړه کې يې تر اوسه پورې شپږ ملګري له لاسه ورکړي دي.