کابل کې د غزني د استیناف محکمې رییس وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): طالب سرتېرو په کابل کې د غزني د استیناف محکمې رییس وژلی دی.

طالبان وايي د دوی غلچکي برېدګرو قاضي فضل کریم عارف د کابل ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو کې په نښه کړ.

د طالبانو خبرپاڼې لیکلي، قاضي عارف يې تېر مازیګر د پنځمې حوزې په خواجه جم قبرستان سیمه کې وژلی دی.

«په قاضی فضل کریم عارف يې نن مازدیګر د خواجه جم قبرستان سیمه کې د مجاهدینو لخوا برید وشو او ووژل شو.»

کابل کې غلچکي بریدونو امنیتي مسؤلینو له بشپړې وارخطايۍ سره مخ کړي دي، چې ډېری يې له کوره د وظیفې تر ځایه په عادي لباس کې ځي او پوځي یونیفورم پلاستیک کې له ځانونو سره وړي.

تر اوسه د غزني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.