حکمتیار: حکومت په ټاکنو کې د قصدي درغلۍ هڅه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): انجینر ګلبدین حکمتیار وايي ټاکنې ورته اغېزمنه وسیله ښکارېده، خو باوري شوی چې راتلونکې ټاکنې به هم د تېر په څېر له درغلیو ډکې وي.

هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت قصدي ځينې سیمې نا امنه کړې او په لوی لاس غواړي درغلیو ته لاره هواره کړي.

حکمتیار وايي حکومت پارلماته یوازې هغه کسان غواړي، چې د دوی خوښه وي.

نوموړی چې وړاندې تر دې هم په قومي تفرقه اچونې ملامت شوی، نن يې هم قومي او خېلي ښاخونو ته اشاره وکړه.

هغه وویل:«د ځدراڼو او منګلو وکیلان به هم تڼي ټاکي، د غزني د اتلسو ولسوالیو وکیلان به هم څلور شعیه میشتې ولسوالۍ ټاکي، یعنې څه؟»

د حزب اسلامي دې مشر وویل، د کمیسیون چارواکي او کمینشران د حکومت په خوښه ټاکل شوي، چې راتلونکې ټاکنې د دوی په ګټه وڅرخوي، په وینا يې سټېکرونه او تذکرې يې داسې وېشلي چې یوازې د دوی د خوښې د نوماندانو بریا تضمینوي.

هغه دا هم وویل، چې په نړۍ کې له ګوندونو پرته ټاکنې نشته، په وینا يې ځینو ته دا حق چا ورکړی چې احزاب رد کړي، په خبره يې «هیڅوک دا حق نه لري چې احزاب نفی کړي.»

حکمتیار وویل افغانستان لومړنی هیواد دی چې اتباعو ته یې دوه ځله د رایې اچونې لپاره زحمت ورکول کیږي، یو ځل را بلل کیږي چې پر تذکیرې ورته سټیګر ولګیږي او بیا د رایه اچونې په ورځ رابلل کیږي چې رایه ورکړي.

حکمتیار د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو پر لغوه کېدو نیوکه وکړه، په وینا يې د دې ټولو ټاکنو لګښت د ګډ حکومت د یوه مشر د یوې میاشتې له لګښت سره هم نه شي برابرېدلی، په خبره يې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د بودجې د کمښت له امله لغوه کېدل د منلو نه دي.

د حزب اسلامي مشر د ګوندونو په استازیتوب وویل، چې دوی پارلماني ټاکنې پر خپل وخت غواړي او هم باید د دې ګوندونو نظارت ته واک ورکړل شي.

نوموړي د ګډ حکومت پر وضعیت او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو هم تبصره وکړه، چې په وینا يې د رایو صندوق پکې هیڅ رول نه درلود.

د ده په خبره ګډ حکومت جان کېري رامنځته کړ او لا هم تر اوسه پورې قانوناً اجراییه ریاست قانوني بنسټ نه دی، په وینا يې حکومت تر ستوني په فساد کې غرق دی او علت يې هم تېرې له درغلیو ډکې ټاکنې دي.

حکمتیار زیاته کړه، زموږ د حکومت د یو مشر د نیکټايي قېمت د هندوستان او پاکستان د لومړیو وزیرانو د ملي جامو تر کلني لګښت ډېر دی.

هغه دعوه وکړه چې ګوندونه ده را ټول کړي او طرحه يې هم ورته سپارلې، په وینا يې حکومت يې باید طرحه قبوله کړي.

حکمتیار دا هم وویل چې د دوی د څرګندونو پر وړاندې له حکومته ځينې توندې او د زور څرګندونې کوي، چې د ده په وینا که دا خلک رښتیا هم زور لري، نو د وسله‌والو مخالفینو (طالبانو) پر وړاندې دې يې وکاروي، چې ولایات خو پرېږده کابل امن نه دی.

نوموړي په لغمان کې د صفر یو قطعې جنایاتو ته هم اشاره وکړه او هم يې په شکردره کې د یو نوماند وژل کېدل وغندل.

حکمتیار د غزني جګړې ته په اشارې د حکومتي مشرانو په څېر دعوه کړه، چې ګواکې بهرني استخبارات پکې دخیل و، چې طالبانو يې تل رد کړی دی.

حکمتیار چې دوه کاله وړاندې يې له حکومت سره د سولې په نوم تړون لاسلیک کړ، نن يې ګیله وکړه چې د دې تړون بند بند تر پښو لاندې شوی، په وینا يې په ټاکنیز سیستم کې سمون هم د حکومت له ژمنو څخه و، چې درک يې ونه لګید.

avatar
2 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دى پخپله له همدغه وحشيانو سره په يوه ابخور شخوند وهي أو د يوه مالك له خوا ساتل كيژي خو بيا هم يو پر بل غر وهي أو يا لغتي غورزوي
دير د شرم زاى دى په دى گيره أو لنگى د كفارو قانون پلي كول غواري. له دي نه نور ذلالت به سه وي
ولعذاب الآخرة اكبر

حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

جمیل صاحب ،ته په خپله په لندن کی د انګریز په اخور د انګریز سره ټمټی خوری.او بیا په ګل ګلبدین پوری خاندی؟حالانکه ګلبدین په اسلامی خاوره کی ژوند کوی،او ته د دجال په سفره ناست د لندن شاروالی مفت سوسیال خوری،

جميل
میلمه
جميل

وايي وهم دى چيري أو تر دي چيري خيژي
اول خو زه نه په لندن كي يم او نه هم سوسيال خورم ، ته د دروغو علم غيب لري
خو هغه افغان چي ستا په خبره په لندن كي ناست دى أو سوسيال هم خوري هغه به هم تر گلببو دير شرف أو عزت ولري په دي چي د كفارو سره د مسلمانو افغانانو په دين،عزت أو ازادى خو به لوبي نكوي أو نه به قران كريم او نبوي احاديث غلط تعبيروي لكه ستاسو مشر
دوستم،اتمر،سياف أو كشاف هم په اسلامي خاوره كي دي

حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

جمیل صاحب،قران شریف او نبوی احادیث د انسانانو لپاره دی، د انسآنانو په نشتوالی کی به قران شریف څوک تلاوت کوی؟نو لومړی د آنسانانو قتل بند کړی .

جميل
میلمه
جميل

داخو بيخي سمه خبره ده چي قران كريم أو نبوي احاديث دانسانانو دپاره دي خو په دي هم پوه شه چي نن هم الحمدلله دير انسانان شته چي تلاوت يي كُوي أو تل به يي كوي أنشالله وتعالى.
په دي پوه نشوم چي قتلونه بند كى ، تَر پرونه په لندن كي وم (ستا په خبره) نن بيا قتلونه كوم .
عجيبه استدلال أو عجيبه قضاوت دى .

مجاهد
میلمه
مجاهد

د امریکا د دفاع وزیر د دفاع وزارت د انتخابیدو سره سم ورته د لیونی سپی لقب ورکړی شو ، د هغو حیوانی کلچر هم داسی دی چه څومره د بد حیوان سره تشبیه شی ورته خوشاله او ویاړنه کوی مګر که مونږ ته څوک حتی سپی هم ووایاست سر پری ماتوو . مطلب می د تش په نامه ټاکنو به اړه د داعشی ملیشو مشر ګلبدین څرګوندونی چه کړی او د هغه پخوانی دکابل او کنړ جنګونه رابه یادیږی حیرانتیا راته زیږول کیږی کله چه کلبدین اولسی سړی او مجاهد وو همدغه ولسونه یی تر شا ولاړ او د… نور لوستل »