بګرام

پر بګرام توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د بهرنیانو پر پوځي مرکز توغندیز برید شوی، چې مسؤلیت يې طالبانو منلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، توغول شوي توغندي يې پر کره هدف لګیدلي دي.

«توغندي په ټاکل شويو هدفونو لګيدلي او امریکايي عسکرو ته درانه تلفات اوښتي دي.»

د پروان ځايي چارواکو هم په بګرام کې د توغندیو لګېدو پخلی کړی، خو دلته مېشتو بهرنیانو څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قومنداني وايي چې تېره شپه د ښار په دوولسمه او شپاړلسمه امنیتي حوزو کې هم توغندي لګېدلي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي درې توغندي په یادو سیمو کې لګېدلي، چې ځاني زیان يې نه درلود.

طالبانو داسې مهال بګرام تر توغندیز هدف لاندې راوستی، چې پوره اوولس کاله وړاندې په همدې ورځ امریکا د سپېټمبر یوولسمې پېښه پر افغانستان د یرغل پلمه وګرځوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د