
جده کې د سعودي پاچا په وړاندیز د افغان سولې اړوند غونډه کېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي نن په سعودي کې د سعودي پاچا په وړاندیز د افغان سولې اړوند غونډه کېږي.
د دې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي د اسلامي همکاريو سازمان له خوا په دې غونډه کې پر افغان سوله بحث کېږي.
هغه وویل دغه غونډه د همدې سازمان له خوا د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیزالسعود په وړاندیز جوړېږي.
په دې غونډه کې د طالبانو ګډون نشته او نه يې هم په اړه کومه څرګندونه کړې ده.
د شنونکو په باور د سولې په نوم یو اړخیزې ناستې یوازې د سولې په نوم سوداګري پیاوړې کوي او پر سوله د ولس باور کمزوری کوي.
تېره میاشت مسکو د طالبانو په ګډون د سیمې په سطحه د یوې غونډې ټټر وواهه، چې امریکا ترې انکار وکړ او پر پل یې افغان حکومت هم له ګډونه تېر شو، محمد اشرف غني د دې غونډې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې باید د افغانانو په مشرۍ او ابتکار جوړه شي.
د چغالانو ناستي أو مجلسونه به پر زمريانو كوم تأثير ونلري. دوي هسي زانونه شرموي. پاك الله(ج) دي له دي هم ذليله كي