کندهار: چارواکو د ګڼو طالب سرتېرو د وژلو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): کندهار کې ځايي چارواکي وايي میوند کې يې د طالب سرتېرو تعرضي برید په شا تمبولی او درنه مرګ ـ ژوبله يې ور اړولې ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي چې طالبانو د میوند ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، چې دوی د هوايي ملاتړ په وسیله ولسوالۍ له سقوطه ژغورلې.

هغه دعوه وکړه چې په جګړه کې يې ۵۷ طالب سرتېري وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي، دراني د تېرې ټولې شپې په جګړه کې یوازې د څلورو عسکرو د وژل کېدو او ۱۱ نورو ټپي کېدو دعوه کړې.

د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، چې د مویند په شامیر کلا او سره بغل سیمو کې يې بمبارۍ کړې دي.

طالبانو د میوند د جګړې په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د کندهار په ګاونډ هلمند کې يې د اتو عسکرو د وژنې او پوستې د نیولو خبر ورکړی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ګرشک په سیدانو سیمه کې يې یوه پوسته بشپړه نیولې او یو ملګری يې له لاسه ورکړی دی.