امریکا نړيوالې جنائي محکمې ته د سزا ورکولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نړيوالې جنائي محکمې ته ګواښ کړی، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د بشري او  جنګي جنايتونو په اړه له څېړنو لاس واخلي.

جان بولټن ګواښ کړی، که د نړيوالې جنائي محکمې غړو په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو په جنګي جرمونو د څېړنو جرئت وکړ، دوی به يې بندي کړي او سزا به ورکړي.

د امریکا د ملي امنيت سلاکار زياته کړې:«زه نن د سپټمبر په يوولسمه د خپل ولس په استازيتوب وايم، چې د جنګي جرمونو نړيوالې نامشروعې محکمې پر وړاندې د خپلو عسکرو د خوندي کولو لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلو.»

جان بولټن دا ګواښ هم کړی، چې په افغانستان او اسرائيلو کې د امریکا او اسرائيلو پر ضد د نړيوالې جنايي محکمې د غړو څېړنې نه شي زغملی.

د امریکا د ملي امنيت سلاکار ويلي، که د جنګي جرمونو نړيواله محکمه د افغانستان جګړې په اړه د امریکايي پوځيانو، استخباراتي چارواکو، اسرائيلو او يا زموږ د بل ايتلافي هېواد د عسکرو پر ضد د جنګي جرمونو د څېړنو هڅه وکړي، سپينه ماڼۍ به د دغې محکمې پر وړاندې ودريږي او امريکا ته به يې له ورتلو منعه کړي.

جان بولټن دا څرګندونې په واشنګټن کې د محافظه کارو يوې سترې حقوقي ټولنې ته په وينا کې وکړې.

د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې تېر کال اعلان کړی و، چې په افغانستان کې به د امریکا، ناټو او افغان پوځيانو له لوري د جنګي جرمونو دوسيې وڅېړي، خو امریکا يې څرګند مخالفت کړی، دغه ډول څېړنې يې د خپل هېواد پر ضد دښمني بللې او پر وړاندې يې د ټينګ درېدو هوډ کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې امريکا نړيوالې ټولنې او نړيوال قانون ته سپکاوی کوي او د خپلو ګټو پر وړاندې يې خنډ بولي، بلکې د تاريخ په ا وږدو کې، چې کله هم بشري، مدني او نړيوال قوانين د امریکا د ګټو پر وړاندې خنډ شوي، امریکا يې مخالفت کړی دی.

تر ټولو وروستی مثال يې د تېر کال ديسمبر مياشت کې د ټرمپ له لوري القدس شريف د اسرائيلو پلازمېنه معرفي کول و، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ قاطع اکثريت يې مخالفت وکړ، خو امریکا د نړيوالې ټولنې غوښتنو او قراردادونو ته هېڅ درناوی ونه کړ.