ننګرهار کې پر لاريون کوونکو چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مومند درې ولسوالي کې پر لاريونوالو چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د شينوارو قوم مشرانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مومند درې ولسوالۍ په ډکه سيمه کې لاريون پيل کړی و، چې يوه بريدګر په کې ځانته چاودنه ورکړه.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي تر اوسه د اتو کسانو د وژل کېدو او د ۳۵ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی، خو ځايي خلک وايي، چې مرګ ژوبله تر دې ډېره لوړه ده.

ځايي سرچينې وايي، چې دغو خلکو د سيمې د يوه اربکي قومندان بلال پاچا د ناوړه چلند پر ضد لاريون پيل کړی و او له حکومت څخه يې د هغه ګوښه کولو غوښتنه کوله، چې چاودنه پرې وشوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د