fbpx

اسلامي دعوت ولې دلښکر کشي سره تړلی دې !؟

لیکنه: امرالله عمران

داسلامي لښکرو هدف جبر او وینې تویول نه دي، بلکې یواځېنی هدف یې دعوت او د اسلام خپرول دي.

او داسلامي دعوت هدف هغه د ربعه بن عامر مشهوره وینا ده چې دفارس امپراتور ته یې کړی وه،(( چې زموږ دجګړو او لښکر کشی هدف دا دې چې بندګان دبندګانو دبندګې نه راوباسو او یوازې یې دبندګانو درب بندګۍ ته سیخ کړو ، او بندګان دنورو باطلو نظریاتو، دینونو او ادیانو له ظلم نه یې داسلام عدالت ته، او د دنیا دتنګ ژوند نه یې د اخرت پراخی ته راباسو ……))

که په عقلي او منطقي لحاظ هم وګورو نو داسلام حق دین خپرولو لپاره لښکر کشۍ ته اړتیا و وینو

که چیرې یو کس خپل ځان دیو لوړ ځای څخه غورځوي اوبل کس هغه کلک ونیسي او دغورځیدو څخه ورته نجات ورکړي نو په دې صورت کې به داسې څوک پیداشي چې دغه نجات ورکونکی ملامت وګڼي چې تا ولې هغه ته نجات ورکړ!؟، په همدې ډول کله که یو څوک په دنیا کې په غلطه لاره روان وي، هغه حتماً دوزخ ته ځي، نو په دې صورت کې که هغه دغلطې لارې څخه ، داسلام مبارک دین حقیقي لاري ته را وبلي او هغه ته د دوزخ له اوره نجات ورکړي نو ایا دغه شخص ملامت دې؟ چي هغه بل شخص ته یې د دوزخ له اوره د اسلام دحقیقي دین په وسیله نجات ورکړ .

په همدې ډول ځینې خلک دي چې دلښکر کشي په واسطه دا کار کوي یعنې خلک داسلام دنافرماني نه ژغوري ، ترڅو د دوزخ له اوره نجات پیدا کړي، نو هغه څه چې د لښکر په واسطه نشریږي هغه خاص د دعوت په اساس نه خپریږي ځکه داسی خلک شته چې اصلاً دعوت ته غوږ نه نیسي نو پدې صورت کې لښکر ته ضرورت پیښیږي ترڅو خلک دعوت ته غوږ ونیسي او پدې وپوهیږي چې څه موږ ردول په هغې کي زموږ نجات او کامیابي ده، او څه مو چې کول په هغې کي زموږ تباهي او هلاکت دې، نو بیا خپله اسلامي دعوت قبلوي او د نجات لره ځان ته ټاکي .

که موږ د اسلام تاریخ ته یو ځغلنده نظر وکړو نو داسې ډیرې پیښې به مو ترسترګو شي ، کله چې اسلامي لښکر په فاتح ډول نورو هیوادونو ته داخل شوی ، دهغه ځای اوسیدونکي بغیر دجبره، په خپله خوښه مسلمانان شوي ، او اسلام یې قبول کړی، چې دهغې له جملې څخه د بخارا او سمرقند د خلکو مسلمانیدل دبیلګې په توګه یادولی شو….

د بخارا او سمرقند د خلکو مسلمانیدل یو عجیبه منظره وه.

(( قتیبه بن مسلم باهلي او موسی بن نصیر دوخت ستر او دوه پیاوړي سر لښکران وو چې د مرکزي اسیا زیاتره سیمې یې فتحه کړي دي، بخارا او سمرقند ښارونه چې د دغه سیمې د تمدن لوی مرکزونه شمیرل کیدل، دغو دواړو سر لښکرانو په خپل وار لمړی کلا ، کلا بنده اوبیا دواړه ښارونه د مسلمانانو لخوا فتح شول .

د دواړو ښارونو مخورو خلکو خپل استازي دوخت خلیفه ته ولیږل ،هغوی دمسلمانانو په اصولو پوه وه ،نو دعوه یې وکړه چې قتیبه بن مسلم باهلي اوموسی بن نصیر زمونږ سره ظلم کړی او د جګړې د مخه یې زمونږ په اړوند د مسلمانانو درې ګونې اصول نه دي مراعت کړي او مونږ ته یې دا خوښه رانکړه چی یا مسلمانان شۍ ، یا جزیه ورکړو او یا جګړی ته ځانونه چمتو کړو، دوخت خلیف د قاضی جامع په مشرۍ چې د هغه وخت مشهور قاضي شمیرل کیده، د اسلامي امارت یوه ډله د څیړنې او فیصلې لپاره دغو ښارونو ته ولیږله .

قاضي جامع دواړه جانبه سره مخامخ کښینول او تر څیړنې ورسته دا جوته شوه چې د بخارا او سمرقند خلک په خپله دعوه کې رښتیني دي ، قاضی جامع دواړو سر لښکرانو ته امر وکړ چې خپل لښکرې دي زر تر زره د دغو ښارو نه وباسي .

د مسلمانانو د لښکرو وتل پیل شول ، چې کله د مسلمانانو لښکري د ښار څخه وتونکو دروازو په لورې روان شول، خلک راووتل او ورته یې په چیغو چیغو ویل : ( بیرته راوګرځی، قسم په خدای دې چې تاسې ملایکې یاست، ستاسې اخلاق د انسانانو څخه لوړ دي ، مونږ ته اسلام روښایاست، مونږ ستاسې په دین یو، مونږ اوس ایمان راوړو .

د دواړو ښارونو خلکو اسلام قبول کړ، او وروسته د اسلامي تمدن په لوی مرکزونو بدل شول .))

په همدې ډول اسلام ترډیره دلښکر کشیو په واسطه خپور شوی، او دا دمسلمانانو دلښکر کشي، او د دعوت لاره وه،(او ده) دکوم قوم سره به یې چې جګړه کوله،هغوی ته به یې درې وړاندیزونه کول، لومړی د دعوت او اسلام راوړلو وړاندیز او ورته ویل به یې تاسې اسلام رواړی مال او بدنونه به مو محفوظ شي ، کنه بیا جزیا (ټکس) ورکړی، او که دا هم نه منی نو جنګ ته تیار شي.

جهاد د اسلام د اشاعت سره سره د اهلِ اسلام د حفاظت لپاره فرض شوی دې ؛ او هغه داسې چې د جهاد په نتیجه کې مسلمانان د اسلامي حکومت خاوندان کیږي، او بیا د همدې حکومت په سیوري کې ”پخپله خوښه“ مسلمانان شوي افراد د کفارو له هر ډول ګواښ پرته خپل ژوند تیروي.

نوبیا داسلامي حاکمیت لاندې کافرانو ته خپل اختیار دې ، اسلام په چا باندې جبر نه کوي، هر څوک خود مختاره دې چې اسلام راوړي، او که ټکس جزیا ورکوي،هلته په چا باندی ظلم نه کیږي

اسلام د انساني فطرت سر سم رالیږل شوی دین دې ، په هغې کې دهر چا حقونه خوندي دي په هغې کې دکافر زیمې دحق پښتنه کیږي .

د جګړو او لښکرکشیو اهداف او حکمتونه

۱ـ د اسلامي لښکرکشیویو هدف دا دې چې په دې سره به سر کشه کافران مغلوب او ذلیل شي او دکفر څخه به لاس واخلي او حق ته به تسلیم شي .

الله تعالې په الانفال سورت کې فرمایې 🙁 وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ ) (الأنفال /60 .)
او د دوښمنانو په مقابل کې چې څه مو وس کيږي ، له قوت او روزل شويو آسونه چمتو کړئ څو په دغه (ځواک او چمتو والی ) د الله جل جلا له دښمنان او خپل دوښمنان ووېروئ .

۲ـ د لښکر کشیو بل هدف دا هم دی چې په دې سره منافقان پیژندل کیږي

الله تعالى فرمایې : ( فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنْ الْمَوْتِ) ) محمد/20 )

کله چې يو محکم سورت نازل شي او پکې د جګړې يادونه وشي ، هغه کسان به ووينې چې د دوی په زړونو کې د نفاق رنځ دی چې تاته د هغو کسانو په څير ګوري چې د مرګ څپې پرې خورې شوی وي .

په عادي حالاتو منافقان د مسلمانانو سره کډ وي او دوی د خپلو مادي ګټو له مخې خپل کفر نه ښکاره کوي نو کله چې د جهاد او لښکر کشیو وخت راشي دوی په هغه کې برخه نه اخلي ځکه چې جهاد د سر او مال قرباني غواړي او هغوی هيڅکله هم داسې قربانۍ ته چمتو نه وي .

لکه چې الله جل جلا له د احد غزا ( لښکر کشی) په وخت کې مسلمانانو ته منافقين ښکاره کړل .

قال الله تعالى : فرمایې : ( مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنْ الطَّيِّبِ )) آل عمران/179 )

الله مؤمنان په هغه حال کې چې اوس تاسې پکې ياست نه پرېږدي تر څو چې پاک له نا پاک څخه جلا کړي .

يعنې تر څو مسلمانان له منافقانو څخه جلا کړي ، اهل ايمان له اهل نفاق څخه جلا کړي لکه په احد کې چې الله منافقانو له مسلمانانو جلا کړل او مسلمانانو ته يې منافقان ښکاره کړل .

۳ـ د اسلامې لښکر کشیو بل ستر هدف په ځمکه کې د عدل قيام او د ظلم له مينځه وړل دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: ( لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

که موږ وګورو په هر عصر او زمانه کې د ظلم او فساد ټغر د جهاد او لښکر کشیو په وسيله ټول شوی دې .

مثلاً د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت په زمانه کې شرک او بت پرستي چې الله تعالی په حق کې ستر ظلم دې ، د انجونو ژوندي خښول چې د مخلوق په حق کې ستر ظلم دې د عملي جهاد او اسلامي نظام قايمولو په وسيله له مينځه ولاړل ، په نړۍ کې چې هر وخت او هر ځای کې طاغوتيان پيدا شوي او عملاً د اسلام نابودۍ او عالم فساد ته لاس اچولی دې د جهاد په وسيله نسکور شوي دي .

ځکه په هيڅ عصر او زمان کې د کفر او طاغوت نظام چا په زاريو او نرمه نه دې نسکور کړی ، بلکې د جهاد او لښکر کشیو په وسيله نسکور شوی دې ، نو د عدل قيام د اسلامي نظام قيام دې او د طاغوت او فساد پر وړاندې د اسلامي نظام قيام د جهاد په وسيله مينځته راتلای شي . پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د