فحشاء او عریاني خپرول د امریکا دجنګ له اساسي اهدافو څخه دي

لیکنه عزام حقاني

#یادونه: په لیکنه کې زیات تمرکز په هغو وسائلو شوی چې امریکا ورڅخه د دې هدف په ترسره کولو کې زیاته استفاده کړې ده.

تیره ورځ مې یوه ویډیو ولید چې پکې امریکایي فوځیان وړو او کوچنیو ماشومانو ته داسي مجلې ورکوي چې په هغو کې لوڅ او بې حیا تصویرونه او عکاسۍ راوړل شوې دي، تر ټولو تعجبه لا داچې د یو فوځي لخوا څخه په ټوله مجله کې هغه ځایونه ماشومانو ته په نښه کیږي په کومو صفحو کې چې دا انځورونه درج شوي وو چې دا وګورئ او هغه ماشومان په خندا خندا سره هغه لڅو عکسونو ته ګوري او بیایې له ځان سره وړي!!

راځم دیته چې امریکایان ولې او د څه لپاره داسي کار کوي؟؟

غرب په مجموع کې امریکا په ټولو اسلامي هیوادونو کې له هر راز ممکنه وسائلو څخه په استفادې غواړي نجونو او هلکانو ته د جنسي غریزې د سړولو او یو له بل سره د جنسي چارو د زده کولو او عادي کولو لارې او طریقې وښیي څو د تل لپاره دا قوم د دوی تر استعمار او واک لاندې په ذلیله توګه ژوند وکړي.

د دې لپاره یې له مختلفو لارو چارو کار اخیستی څو په اسلامي هیوادونو کې نجوني او هلکان له وړوکوالي څخه په جنسي بې لارتیا روږدي کړي ، څو له کوچنیوالي څخه حیاء او شرم پکې ختم کړی شي.

هغه وسائل چې امریکا ورڅخه په جنسي بې لارتیا کې زیات کار اخیستی دادي:

۱ــ تعلیمي نصاب ، تعلیمي ماحول او استاذ دی.

تعلیمي نصاب چې د پوهانو له نظره د یو قالب په څیر دی چې څرنګه د قالب جوړښت دی همغسي به هغه څه چې له دې قالب څخه راوزي همدارنګه وي. او همدا راز تعلیمي نصاب د ملتونو او ولسونو په جوړولو کې رغنده رول لري. د امریکا حکومت دې نقطې ته پام سره له یرغل سره سم کاملا د افغانستان اسلامي تعلیمي نصاب له لومړي ټولګي څخه تر پوهنتونه پوري تغیر کړ او پر ځای یې یو سیکولر له اصیل اسلامي فرهنګ ، عقایدو او اخلاقو څخه خالي نصاب راوړ کوم چې د امریکا په نبراسکا پوهنتون کې د امریکایي او یهودي لویو لویو پوهانو لخوا څخه د افغانستان د تعلیمي سکتور لپاره جوړ شوی وو څو یې په عملي کولو سره د همیش لپاره افغان قوم خپل غلام ګرځولی وي.

تعلیمي ماحول: افغانستان یو اسلامي هیواد دی وګړي یې %۹۹ مسلمانان دي په هر څه کې د اسلام مبارک دین د لارښوونو او احکاماتو په رڼا کې خپلې چاري تر سره کوي.

اسلام د زده کړو لپاره داسي یو فضاء او محیط برابروي چې کاملا اسلامي ، د ښځو او نارینه وو له اختلاط او ګډوالې څخه پاک وي. خو د امریکا له یرغل سره دا هم تغیر شو د نجونو او هلکانو ګډ او ملخوط تعلیم ضروري وګرځیدی ، په لیسو، منځنیو زده کړو ، لومړنیو او عالي تحصیلاتو په تعلیمي مراکزو کې هلکان او جینکۍ یوځای او ګډه زده کړه پیل کړه چې هلکان او نجوني څنګ په څنګ او یا په یو کتار کې هلکان او بل کتار کې نجوني ناستې وي چې تر منځ یې هیڅ حائل او پرده موجوده نه وي بې تکلفه یو له بل سره ګف شف ، ټوکې ټکالې او بنډارونه کوي او دا کار په ډیموکراتیکو نظامونو کې د زده کړو له لوازمو څخه دي. همدا راز یې مخصوص یونیفارم لازمي وګرځاوه ، صلیبي یرغلګرو خپل لاسپوڅي حکومت ته امر کړی دی چې په تعلیمي مراکزو کې پر ښوونکو زده کوونکو او اداري پرسونل مخصوص لباس د ذکورو او اناثو لپاره لازمي وګرځوي یعني صرف تنګ پتلون او تنګه کورتۍ چې د جسم وتلي ځایونه لکه کوناټي ، او تیونه له ورایه پکې ښکاریږي ، دغه راز د ښوونکو او اداري پرسونل لپاره د نیکټایي اچول لازمي دي، او نارینه زده کوونکو د سرونو لڅول لازم دي چې درس ته به لوڅ سرونه راځي. (دا ګرد شیان زما د سترګو لیدلی حال دی. )

ښوونکی او استاد: د دغې غربي او شیطاني پروسې د تطبیق ، ترویج او تعمیل لپاره باید اسلامي هیوادونو هغه سړي او ښځې د ښوونې پر دنده و ګوماري ، چې سیکولر وي او له غربي بې حیاء تهذیب سره مینه لري او یا هم کمونیست او لیبرال وي او په خپله هم په جنسي ازادۍ ګروهمند وي. په غیر اسلامي هیوادونو کې روزل شوي وي د فاعلیت او مفعولیت دواړه چارې یې په خپلو ځانونو تطبیق کړې وي. بیلګې یې زښته ډیرو لرو

۲ــ مجلې ، اخبار او ورځپاڼې دي چې د غربي یا سیکولرو ، کمونیستو او لیبرالو لیکوالانو لخوا څخه لیکل شوې وي. قصدا لوڅ ، بربنډ او بې حیاء داستانونه ، کیسې او لغړ د ښځو عکسونه را اخلي او بیا په ډیره ارزانه توګه ویشي څو خلګ ور سره په اسانۍ عادي شي او په وړاندې یې هیڅ ډول غبرګون ونه ښیی.

۳ـــ ټلویزونونه او راډیوګانې: د اسلامي هیوادونو د راډیو او ټلویزون په خصوصي خپرونو کې داسي پرګرامونه جوړول او خپرول چې جنسي هڅونې پکې وي.

په راډیو او ټلویزون کې سربیره په فحشاء ، سیکسي توب ، بازۍ یعني د نارینه او ښځې غاړه غړۍ کیدل یو پر بل سوریدل او یو له بل څخه مچې اخیستل او داسي نور د بې حیایي او فحشاء چاري تر سره کوي.

چې بیلګې یې ستاره افغان ، هندي او ترکي سریالونه ، ډرامې او نور مبتذل پرګرامونه دي چې %۸۰ پکې په دې کار کیږي څو ځوانان او پیغلې له جنسي بې لارتیا سره روږدي کړي.

دا ټول هغه وسائل دي چې امریکایانو ورڅخه په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې کار اخیستی او خپل هدف ته چې په ځوانانو او پیغلو کې فحشاء ، عریاني او له جنسي اړیکو سره روږدي کول دي عام کړي څو د اسلامي امت ځوانان توکم عیاش ، د جنسي غریزې لېوال ، د اخلاقي فساد داسي لوبغاړی وګرځیږي چې د تم کیدو سرحد یې نه وي.

څو په نتیجه کې داسې یو ټولنه رامنځته کړي چې ټول تمرکز یې د نس مړول او جنسي غریزې اشباع کول وي او بس، له زهنه یې د اسلامي امت د مستقبل فکر همدې شیانو ایستلی وي شپه او ورځ د دې دوو قوو د مړولو په سوچ کې وي.

څو غرب ورباندې په هوسا او ارامه توګه حکومت او باداري وکړي.

ځکه دا تاریخ ثابته کړې چې په کومو ملتونو او ولسونو کې چې د فحشاء او بې حیایي میکروب خور شوی بیا هغه ملت د همیش لپاره په پښو نه دی دریدلی تل د نورو تر استعمار او سلطې لاندې د خیټې د مړولو په هڅه کې وي.

سې شنبه: د ۱۴۴۰ هجري قمري کال لومړۍ ورځ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د