طالبانو په ننګرهار کې پر عامو خلکو چاودنه وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ننګرهار ولايت په مومند درې  ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر لاريون بريد غندلی او په کې يې خپل لاس لرل رد کړي دي.

نن ماسپښين يوه بجه د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اوسيدونکو د يوه اربکي قوماندان بلال باچا د ظلمونو او ناوړه چلند په غبرګوند کې ډکې سيمې سره د تورخم جلال اباد لویه لاره تړلې وه او له حکومت څخه يې د دغه اربکي قومندان د ګوښه کولو غوښتنه کوله، چې  بريد پر وشو.

په دغه چاودنه کې له شلو زيات کسان وژل شوي او نږدې شپېته نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي او زياته کړې يې ده، چې دوی پر عامو خلکو شوی برید غندي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار د عامو خلکو پر ټولنو، ښوونځيو او د لوبو پر سياليو څو ځله چاودنه شوې او پړه يې داعش جنګياليو منلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د