fbpx

رویټرز: طالبان د امریکایانو سره په راتلونکې ناسته کې پر بندیانو خبرې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): رویټرز خبرې اژانس ویلي چې طالبان د امریکايي چارواکو سره په راتلونکو خبرو کې د بندیانو پر تبادلې باندي خبرې کول غواړي او د همدې موخې لپاره د درو یا څلورو کسانو پر یوه مذاکراتي ټیم جوړولو هم غور کوي.

د رویټرز په وینا دوه چارواکي چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په پروسه کې ښکېل دي، ورته ویلي چې کیدای شي د دواړو اړخونو تر منځ د بندیانو پر تبادلې باندي غور وشي.

د نوم نه ښودلو په شرط دغو چارواکو ورته ویلي چې د طالبانو مشرانو د امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره د د درو څخه تر څلورو کسانو پر یوه پلاوي سلا او مشوره کوي، که په راتلونکې غونډه کې د بندیانو پر تبادلې پرمختګ وشي، کیدای شي مذاکرات نوره هم جدي بڼه غوره کړي او نورو مهمو برخو ته وغځیږي.

رویټرز نه ده څرګنده کړه چې دغه چارواکي څوک دي خو د هغوی په حواله یې ویلي دي: « راتلونکې غونډه به جوته کړي چې امریکا په مذاکراتو کې څومره جدیت لري».

او زیاته کړې يې ده: «مونږ به د افغانستان په مختلفو برخو کې د خپلو بندیانو لیست امریکایانو ته ورکړو، که دوی زمونږ بندیان را خوشي کړل، بیا کیدای شي په راتلونکو ملاقاتونو کې پر نورو مهمو موضوعاتو باندي بحث وکړو».

د رویټرز په وینا که د امریکایانو او طالبانو تر منځ ملاقات وشي نو دا به د جولايي میاشتي وروسته دوهم ملاقات وي، لومړني ملاقات کې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سویلي اسیا د چارو مرستیالي مشري الیس ویلز کې ګډون کړی وو، دغه ملاقات په دوحه کې تر سره شوی و.

باید وویل شي چې د افغانستان د مختلفو ولایتونو سربېره په پلچرخي او بګرام زندان کې په زرګونو طالبان او د طالبانو په نامه عام افغانان بندیان دي چې په هغو کې يې د سلګونو د بند مودې هم پوره شوي، او په سلګونو نور یې بې محکمې او سرنوشته په بندي خانو کې پراته دي. چې له امله یې په بندي خانو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې او په بندیانو کې د مختلفو جسدي ناروغیو د انتشار سربېره نفسیاتي ناروغۍ هم زیاتي شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

كه داسي وشي دا به د بريا اول زيرى وي او مسلمانانو ته په تيره بيا افغانانو ته به دا نوره هم واضح شي چي د مسلمان أو افغان غوشتونكي أو ساتونكي سوك دى بيشكه چي الله سبحن تعالى ساتونكى دى خو د قربانى د پاره يي دغه خاكساره پيدا كريدي ، پيرزوينه يي پر دوى كريده.
پاك الله(ج) دي د تولو قربانى قبولي كي
أمين يا رب العلمين