fbpx

د مننې کولو عادت جوړ کړئ، له ګیلو، اندیښنو او شکایتونو لرې اوسئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): زمونږ په ټولنه کې داسې ډیر خلک شتون لري چې یوازې له اندیښنو او شکایتونو کولو بله خبره نه لري، همیشه منفي خیاله وي، په هر څه کې اندیښنې کوي او له هر چا ګیله من وي.

خو مننه او شکریه ادا کول یو داسې مثبت عادت دی چې انسان اعصابي ارامه ساتي، ځکه دا انسان له کینې، حسد او منفي فکرونو څخه مثبتې او د ښو فکرونو لارې ته راوباسي.

د پوهانو په وینا که د مننې کولو عادت جوړ شي، هر څه ته په مثبت نظر وکتل شي، د مخالف کس قدر، عزت او احترام وشي، دا د انسان لپاره ډیرې ګټې لري او په روان ژوند کې ستر مثبت بدلون راولي.

خو ګورو چې د مننې کولو عادت کومې ګټې لري؟

د اړیکو پېل او قوي کېدل

په امریکا کې د یوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې مننه کول یو خو د ښو اخلاقو نښه ده، بل ستاسې اړیکې قوي کوي، چاته په یو کار کولو د هغه مننه کول مو ملګرتیا پياوړې کوي، او تر ډیره اندازې شونې وي چې همدغه ملګری مو په سخت وخت کې په کار راشي.

بدني او ذهني روغتیا غوره کوي

د مننې کولو عادت مو د نورو ګټو ترڅنګ اعصابي، فزیکي یا بدني روغتیا کې غوره والی راوي، له دماغو څخه مو منفي احساسات کموي، ارامه او هوسا یې ساتي، همدا ډول د پوهانو په وینا د څیړنې له مخې دغه عادت مو پر بدني روغتیا هم مثبت اغیز کوي او انسان د بېلا بېلو ناروغیو څخه ژغوري.

غوصه مو کموي

کله چې تاسې په ژوند کې په خپل شته شیانو شکر ادا کړئ، نو تر ډیره اندازه مو غوصه کمیږي، خو که د ژوند هرې لمحې او هر کار ته په منفي نظر ګورئ او فکر کوئ چې په نړۍ کې له څومره شیانو محرومه یاست، په داسې فکر به له ژونده خوند وانه خلئ او هر وخت به مو پرمخ غوصه خپره وي.

خوب ښه کوي

هغه کسان چې په هر کار له خلکو مننه کوي او له منفي فکرونو خلاص وي، ددوی د شپې خوب د هغو په پرتله چې فکر یې منفي وي او ګیلې او اندیښنې کوي ښه، هوسا او ارامه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د