غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

ما په ټول ژوند کې همدا لویه تېر وتنه وکړه
چې تا په ګل وویشتم، ما درنه مننه وکړه

تۀ کبرجنه وې زما سلام دې نۀ اخیستۀ
اوس نو مزې کوه! ما بل چېرې کوژدنه وکړه

چټي شور مۀ کوه او هسې چیغې مۀ جوړوه
بس تا انکار وکړو او ما یوه غوښتنه وکړه

بابا زوړ شوی، خو سوړ شوی او موړ شوی نۀ دی
په سپینه ږیره یې نجلۍ شپاړس کلنه وکړه

پاچا ملګرو دې په کلي کې بمبار وکه او
په بل لباس کې یې د ښار منځ کې چاودنه وکړه

مسلماني او انسانیت خو دې همدومره وي چې
د سر قاتل ته مې هم څو واره بخښنه وکړه

زۀ همېشه د یوې نجلۍ په اړه فکر کوم
چې د وادۀ په شپه یې ولې ځان وژنه وکړه

ماته یې ښه کندهارۍ غاړه را جوړه کړه او
ځان ته یې تور کمیس او سپین چکن لمنه وکړه

څۀ عجیبه ده “خدرخېله” قاتل قتل وکړ
پاچا هم وغاندۀ او موږ یې هم غندنه وکړه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۷/۵/۱