اته (۸) ساعته په پل چرخي زندان کې

لیکنه: فضل ربانی قاضی زی

د سهار څلور بجې دي له کوره ووتم، د وره مخ تهسره کورلا ولاړه وه. یوه ملګري له شیشې راغږ کړ چې زرشه که نه ناوخته د کړه، په منډه موټر ته پورته شوم له خوبه زنګیدم او روغبړ مو سره وکړ.

سرکونه تش وو تر هغه ځایه زر ورسیدو، ملګرو وویل چې مبایلونه مو موټر کې پریږدۍ چې هلته یې بیا نه درسه پریږدي. موږ هم د ده د ویلو سره سم خپل مبایلونه موټر کې پریښودل، لږ وړاندې د خلکو ګنه ګڼو زیاته شوه،چې کله د زندان عمومي ور ته ورنیږدې شوم چې سم محشر دي. رقم رقم خلک په نوبت قطار کې ولاړ دي، له ځانه سره مې دا وې چې یا ربه ته مو له دغې بدې ورځې وساتې او دا دعا مې هم وکړه چې بې ګناه بندیان له بنده خلاص کړې.

نارینه، تور سرې او ماشومان د هر یوه په لاس کې یوه غوټه چې چا به جامې چا به ډوډۍ او چا به څه راوړي وو. زه هم په قطار کې ودریدم، چې مخ ته مې یو غړ پړ ماشوم، زړې جامې، په دوړه ډکه کندارۍ خوله یې په سر او غوټه په لاسسره له مشر وروه نوبت ته دریدلي وو. ورسودا مې شوه یو څو شیبې مې ځان ټینګ کړ بیا مې زړه راباندې زورور شو چې ترې وپوښتم. لږ ورنیږدې شوم خوله مې راغونډه کړه او په پسته ژبه مې ماشوم ته وویل چې: چاته راغلی یې؟ ماشوم سترګې ټیټې کړې او په ډیر ورو غږ یې راته وویې: پلار ته مې. مخ ته یې تره دریدلی وو په موسکا یې راته وویل: پلار یې دي. د دې ماشوم معصومې څیرې ډیر خپه کړم. نور نو ما هم زړه ونه کړ چې ډیرې پوښتنې ترینه وکړم.

دوه ساعته لږاو ډیر په قطار کې دریدلی ووم، یوه ګیټ نه چې خلاص شوو بیا به بل ته انتظار وو. کله به چا بې نوبتي وکړه نو چا به جنګ کاوه او چا به ښکنځلې. د ما سره هم یوه غوټه وه، دا ټولې غوټې به تلاشي کیدلې د عسکرو له حده زیادتروش چلند سړي نور هم خپه کړي. سره له ډیره انتظاره او خستګۍ اخرني د تلاشي ګیټ ته ورسیدم، دا نو هغه ځای دی چې په لاس د څو ټاپې ویل کیږي او اوریدلې مې وو چې که چیرې دا ټاپې پاکې شي نو بیرته سړی نه راپیږدي. کله چې ټاپې په لاس ولږیدې نو له ډاره مې لاستونړۍ ټیټ نه کا او دم ګړۍ مې پو کولو تر څو وچ شي. په کمره کې یې عکسونه واخیستل او د ننه ولاړو.

د دې زندان په اړه مې ډیر هیب نه ډکې کیسې اوریدلی وې، خو دا لومړۍ ځل دی چې زه د ننه ورته راغلی یم، لویه ساحه ده او زندانیان یې په بلاک بلاک ویشلي دي. د دوهم بلاک ور ته راورسیدم مسوول کس ناست وو د زنداني د نوم او پلار نوم پوښتنې وروسته د بلاک د ننه شوم. د غرمې وخت دی او ټول زندانیان راوتلي بیرون سرای ته. شاوخواه ګورم چې څه عجیبې او غریبې څیرې دي. چا سر کل، د چا تر اوږو پورې څڼې، پایڅې پورته، سترګې تورې تر ټولو جالب دا چې یوه زنداني په خپله ټنډه لاالهالاالله خال کوبې کړي وو.

د بلاک د ننه شوم، یو تیاره دهلیز د خلکو وتل او ننوتل، رقم رقم مخلوق سره مخامخ شوم. دا تیاره دهلیزونه، بې نظافتي او دا څیرې د سړي په بدن ویره خپره کړي.

په یو اوږده او تپ تور دهلیز کې بیا ځانته وینګ (رینګ) لري چې په هر وینګ (رینګ) کې غالبآ اته (۸) خونې لري، داسې خونې شته چې تر ۱۵ کسانو پورې په کې شپه او ورځ تیروي. تشنابونه ور نه لري یواځې د شورویانو د وخت یوه کمپله د وره پر ځای راځړیږي. که څوک رفع حاجت کړي نو پرده باید ورپوي که چیرې غږ رانغۍ نو بیا ورننه کیږې.

ټلویزیون او مبایل په هره خونه کې پیدا کیږي، له دې شیانو پرته په دې زندان کې هرڅه د پیدا کیدو وړ دي. د زندان ډوډۍ اکثره زندانیان نه خوري، هر سړی ځان ته پخلی کړي.

یوه زندانې راته وویل چې: د یو مبایل راوړلو کرایه ۸۰۰۰ اته زره افغانۍ ده. او هر هغه څه چې وغواړې د پیسو په بدل کې پیدا کیږي، ډیری خلک په زندان کې معتاد شوي دي. داسې کسان هم شته چې د قید وخت یې هم پوره شوي خو تر اوسه یې چا پوښتنه نده کړې، داسې پیښې هم شوي چې محکمې ته د یو زنداني پر ځای بل کس لیږل شوی دی.

یو ساعت وروسته شورماشور شو چې زندانیان د خونو ته ننوځي او نور خلک باید د بلاک نه ووځي، چې د بلاک درواځه تړل کیږي. په بیړه مې د خپل ملګري سره خدای پماني وکړه د بلاک نه ووتم. تم ځای کې باید ټول تم شي ترڅو ټول زندانیان وشمیرل شي بیا به موږ ته اجازه راګړي چې ووځو. په دې تم ځای کې مې سترګې د دې بلاکو په دیوالونو ولږیدې په دې دیوالونو څو کرښې شعر لیکل شوي وو چې په لوستو یې د بعضی خلکو زړونه ریږدي چې په دې کرښو کې څومره درد او هیلې پرتې دي، او تر ټولو ځورونکې صحنه هغه وه چې کله په تم ځای کې وتلو ته انتظار وو، ټولو زندانیانو له وړو کړکیو چې مخ ته یې پنجرې وې راکتل او هر یوه به له خپل زوی، ورور، او پلار سره لاسونه ښورول.

دوه ساعته انتظار وروسته اجازه راکړل شوه چې ووځو د بلاک دروازې نه سم د واره خلکو منډې کړې ما هم منډه کړه تا به وې چې موږ د زندانه آزاد شوي یوو. له راوتو سره سم مې له ځانه سره وویل چې ای د قدرتونو ربه ټول خپلو کورو ته بیرته ستانه کړې.

تبصرې (1)