په سګرېټو باندې د مالیاتو لوړول، ګټې او تاوانونه یې

احسان الله سعد

دا چې هره مالي پالیسي د یو خاص هدف له مخې وضع کېږي؛ نوکه چېرې مالي پالیسي جوړونکي د هیواد شرایط په نظر کې ونه نیسي، نو له یوې خوا به ټاکل شوی هدف تر لاسه نشي او له بل لوري به نوموړې مالي پالیسي د هیواد د اقتصاد په ضرر تمامه شي.

د مثال په توګه که د خلکو په عایداتو باندې مالیات په داسې توګه لوړ شي چې د هغوی مالي استطاعت په نظر کې نه وي نیول شوي، نو کیدای مالي مقاومت رامیځته شي، چې دا په خپله د مالیاتي مصارفو د زیاتیدو سبب کېږي، چې په نتیجه کې بېرته د دولت عواید کمېږي.

همدارنګه مالیات د یو وارداتي توکي د استعمال د محدودولو لپاره هم وضع کېږي، لکه: داسې یو شی چې په هیواد کې هم تولیدیږي یا مضر توکي لکه سګرېټ او نور دخانیات؛ خو آیا په نوموړو توکو باندې مالیات وضع کول یوازې ګته لري که ځینې جانبي عوارض او تاوانونه هم لري؟ پدې لیکنه کې به یې په ګټو او تاوانونو باندې رڼا واچول شي، لمړی راځو ګټو ته یې چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

ټولنیزه هوساینه :

کچېرې په سګرېټو باندې مالیات زیات شي؛ نو سګرېټو ته تقاضا کمیږي او ورسره ټولنیزه هوسایي رامینځته کیږي. یعني کوم امراض چې د سګرېټو د استعمال څخه رامینځته کیږي، په هغې کې کموالی راځي، لکه د سګریټوڅخه پورته کیدونکي د سږو او زړه مختلف امراض.

د دولت عواید :

که په سګرېټو باندې مالیات زیات شي نو په وارداتو باندې د مالیاتو اخستلو له لارې د دولت عواید هم ورسره زیاتیږي؛ البته دا په هغه صورت کې چې د مالیاتو د لوړیدلو اندازه د سګرېټو وارداتو د کموالي په نسبت زیات وي.

د مخنیوي غوره لار:

د سګرېټو او مخدره توکو د مخنیوي نورې لارې چارې هم شته د مثال په توګه : د سګرېټو او مخدره توکو د ضررونو په هکله عامه پوهاوی او یا هم دا چې دولت مطلق امر وکړي چې د مخدره موادو واردات بند دي؛ خو پدې صورت کې کیدای شی مقابل لوری زموږ په صادراتو بندیز ولګوي خو تر ټولو اغیزناکه، کم مصرفه او مؤثر لاره په سګرېټو باندې د مالیاتو لوړودي.

د کاری قوې زیاتوالي او د تادیاتو بیلانس :

کله چې په سګرېټو باندې مالیات لوړ شي نو د سګرېټو قېمت لوړیږي کله چې قیمته شي، نو استعمال یې کمیږي چې ورسره د ددغو توکو واردات هم کمیږي په نتیجه کې د تادیاتو په بیلانس باندې اغیزه کوي او مثبت کېږي، او همدارنګه د روغو وګړو شمیر زیاتیږي، چې دا په خپله د کاري قوې د زیاتوالي په معنا دی.

تاوانونه یې کولای شو په لاندې ډول بیان کړو :

د قاچاق زیاتوالی:

که چېرې دولت په سګریټو باندې مالیات لوړ کړي، نو پدی صورت کې هغه تجاران چې سګریټ واردوي، د لوړو شویو مالیاتو په اندازه باندي د سګریټو قیمت لوړوي، په نتیجه کې د سګریټو اخستوونکي د سګریټو د اخستلو څخه مخ اړوي، د دې لپاره چې د سګریټو فروش بیرته زیات شي باید قیمت یې ټیټ شي، که تجاران په رسمي توګه سګریټ راوارد کړي نو د لوړو مالیاتو په وسیله یې قیمتونه لوړیږي نو په نتیجه کې تجاران قاچاق ته مخه کوي، او له مالیاتو څخه تښتي چې په نتیجه کې د تنباکو قیمتونه بیرته ښکته رالویږي او د مشتریانو شمیر بېرته زیاتیږي.

بالمثله رویه:

دولت ددې لپاره چې د سګریټو د وارداتو د مخنیوي یا کموالي لپاره مالیات لوړ کړي؛ نو د مشهور اقتصاد پوه «جان ستوارت مېل» دا خبره باید په نظر کې ونیسي(یوهیواد کولای شې چې خپل د تبادلاتو د تناسب لپاره د بعضو خارجي مالونو واردات بند او منع کړي پدې شرط چې بالمثله رویه ورسره ونشي) یعني کچېرې د دې ویره موجوده وه چې مقابل هیواد به زموږ په صادراتو باندې مالیه لوړه کړي نو پدې صورت کې کیدای شي په سګریټو د مالیاتو لوړول زموږ لپاره په تاوان تمام شي.

امنیتي ستونزې:

په سګریټو باندې مالیاتو د لوړیدو په صورت کې، چې کله قاچاق زیات شي، نو قاجاقبران د خپل ځان د ساتنې لپاره وسله هم ګرځوي نو کیدای شي قاچاقبران د نیول کیدو په وخت کې د ځان او مال د ساتنې لپاره جګړې ته چمتو شي، او امنیتي ستونزې رامینځته کړي