د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف مېرمن مړه شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د پخواني لومړي وزير ميا نواز شريف مېرمن کلثوم نواز په لندن کې له يوه کال زيات درملنې وروسته وفات شوه.

مېرمن کلثوم د مرۍ په سرطان اخته وه، له تېر يوه کال او پنځه ويشت ورځو راهيسې د لندن په هارلي کلينک روغتون کې تر درملنې لاندې وه، له تېرو څو مياشتو راهيسې بې هوشه وه او نن يې د ژوند وروستۍ ورځ په بې هوښۍ کې تېره کړه او وفات شوه.

د مېرمن کلثوم نواز خاوند نواز شريف، لور يې مريم نواز او زوم يې محمد صفدر په زندان کې دي او حکومت پرېکړه کړې، چې د جنازې او فاتحې مراسمو کې د ګډون لپاره به يې په ضمانت خوشې کړي.

د نواز شريف زوی حسين نواز او ورور يې شهباز شريف د مېرمن کلثوم د مړينې پخلی کړی دی.

د پاکستان مسلم ليګ ګوند مشر شهباز شريف ويلي، چې  دوی پاکستان ته د مېرمن کلثوم نواز د جنازې راوړلو لپاره تياری کوي.

د نواز شريف کورنۍ سرچينې وايي، چې مېرمن کلثوم د خپل خاوند، لور او زوم له زنداني کېدو ناخبره وه.

مېرمن کلثوم نواز د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې وې، په عملي سياست کې يې لېوالتيا نه وه، تل يې هڅه کوله، چې د کور د مېرمنې په څېر کار وکړي، خو په په ۱۹۹۹ م کال کې د جنرال پروېز مشرف له لوري پر نواز شريف له کودتا وروسته يې د خپل خاوند د خلاصون لپاره پراخ لاريونونه وکړل او په سياست کې د نه ګډون سربېره د خپل خاوند لپاره تکړه سلاکاره وه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان، ولسمشر عارف علوي، د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه، د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري او ګڼو شمېر نورو سياسي او مذهبي مشرانو او عامو خلکو د مېرمن کلثوم نواز په مړينه خواشيني ښوولې ده.