fbpx

خواږه، ترخه / عُقابي جانان

اصل کې خوږه ده که ترخه ده هم
سپينه شان کيسه ده که ترخه ده هم

کومه يوه خبره چې په زړه لرم
هغه مې په خله ده که ترخه ده هم

هيڅ پکې دروغ او دوکه نه منم
ياره يارانه ده که ترخه ده هم

اوس د مينتوب مېوه خوړلی شم
بس دی اوس پخه ده که ترخه ده هم

ځکه يې تر اوسه پوروړی يم
ښکلې پښتانه ده که ترخه ده هم

نه يم بدل شوی “عُقابي جانان”
مينه مې هغه ده که ترخه ده هم

===

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د