راشد خان: که اعصاب مو کنترول وساتو د اسیا جام اتلولي ګټلی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشد خان وایي که افغان لوبغاړي په خپل اعصابو کنترول ولري، کولای شي د اسیا جام اتلولي وګټي.

راشد خان د نیشنل سپورت خبري ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي استعداد او بېلا بېل مهارتونه لري چې په مرسته یې کولای شي سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

د افغانستان لوبډلې تر دې دمه یو وار په ۲۰۱۴م کال کې په اسیا جام سیالیو کې ګډون کړی دی، خو په ۲۰۱۶م کال کې چې د اسیا جام سیالۍ په شل اوریزو فارمیټ کې ترسره شوې په کوالیفائر پړاو کې د متحده عربي اماراتو په لاس یې لار ونه موندله.

راشد خان چې دا مهال په پنځوس اوریزو سیالیو کې د نړۍ دویم مقام لري، په خپل او د لوبغاړو په استعداد باوري دی، نوموړی زیاتوي: «مونږ باید له خپلې لوبې خوند واخلو، توجو او فکر مو باید پر توپ اچونه او توپوهنه وي نه دا چې څوک مو پر وړاندې لوبیږي».

د نوموړي په وینا چې د افغان لوبغاړو ځانګړې کمزوري داده چې په خپلو اعصابو کنترول راولي، که چیرې مو هر څه په خپل وخت کې سم وکړل، سمې پریکړې مو وکړې، دا زمونږ لپاره د نورو په پرتله مهمه ځانګړتیا ده.

د افغانستان لوبډلې قوي اړخ توپ اچونه ده، چې د مجیب الرحمن په راتلو سره لوبډله کې پر راشد خان فشار کم شوی دی، همدا ډول محمد نبي یې هم پوره مرسته کوي، راشد خان یادې ورځپاڼې ته د لوبډلې وړتیا په هکله وایي:

«مونږ ښه با استعداده سوکه او چټک توپ اچونکي لرو، د توپوهنې اړخ کې هم ښه لوبغاړي لرو، مونږ حتما د جام اتلولۍ ګټلو چانس لرو، خو په پایله کې هر هغه لوبډله چې خپل اعصاب او ذهن کنترول وساتي هماغه به د اسیا جام اتلولي ګټي».

راشد خان وړمه ورځ د افغانستان پریمیئر لیګ په بولۍ کې د آیکن لوبغاړي په حیث د کابل لوبډلې له ځان سره وساته، دغه سیالۍ په اکتوبر میاشت کې په عربي اماراتو کې پېلیږي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام سیالیو په پېل کېدو کې تر دې دمه څلور ورځې پاتې دي، دغه سیالۍ به د سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د شنبې په ورځ د مازیګر په ۴ بجې د بنګلدیش او سرېلنکا لوبډلو ترمنځ پېل شي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د دوشنبې په ورځ په ۱۷م سپتمبر د سرېلنکا لوبډلې پر وړاندې پېل کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د