fbpx

امریکا ولي د جنګي جرمونو نړیواله محکمه ګواښي؟

نن ټکی اسيا – سرلیکنه:

تیره ورځ د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن ګواښ وکړ چې که نړيواله جنايي محکمه په افغانستان کې د امريکايي سرتیرود کړنو(جنايي جرمونو) تعقیب وکړي، دوی به د یادې محکمې په وړاندې اقدام وکړي، د قاضیانو په سفر او مالي معاملاتو به یې بندیزونه ولګوي او له جنايي تورونو سره به يې مخ کړي.

ښاغلی بولټن د جنايي جرمونو د نړیوالې کمیټې چارواکو ته په اخطاریه وینا کې دا هم وویل چې امریکا به په نړیواله جنايي محکمه کې د خپلو وګړو او متحدینو د ساتنې لپاره د هر ډول غیر منصفانه څار پر وړاندې له ممکنه لارو کار واخلي او د هغوی د مصؤنیت لپاره به خپلې هڅې وکړي .

د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د نړیوالې جنايي محکمې یوې څارنوالې له قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د څار او تعقیب رسمي اجازه ورکړي.

د جنګي جرمونو څېړلو نړیوالې محکمې په ۲۰۰۷ کال د افغانستان د وضعیت په اړه خپله لومړنۍ ارزونه پیل کړه او تر اوسه یې تر ۱۱۲ ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.

جان بولټن د سپینې ماڼۍ د یوه باصلاحیته مسؤل په توګه په داسې وخت کې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې په وړاندې دا تهدیدي څرګندونې کوي چې امریکايي ځواکونه له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي په افغانستان کې په جګړه بوخت دي او د پوځي عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ډیرې داسې کړنې تر سره کړي چې هغه د نړیوالو رسمي سازمانونو لخوا جنګي جنایت بلل شوې دي.

دری کاله وړاندې چې امریکايي ځواکونو په کندوز ښار کې د بي پولې ډاکټرانو روغتون بمبار کړ له امله یې د امریکایانو په اعتراف ۲۲ کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شول چې په وژل شویو او ژوبل شویو کې د روغتون کارکوونکي هم شامل وو.

یاد برید د بي پولې ډاکترانو لخوا جنګي جنایت وبلل شو چې له امله یې په واشنګټن کې اوباما او په افغانستان کې د هغه وخت د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال کمبل هم د یاد جنایت له وجي بښنې غوښتلو ته اړشول.

اوس چې امریکايي چاراوکي په ښکاره د جنايي جرمونو محکمه ګواښي او هغوی ته وايي چې که تاسو په افغانستان کې د امريکايي سرتیرود کړنو(جنايي جرمونو) تفحص او تعقُب وکړئ نو مونږ به مو په خلاف اقدام وکړو له دې څخه څرګندیږي چې هغوی عملا په افغانستان کې د افغانانو خلاف بشرضد جنایاتونه تر سره کړي او د هغوی له تعقیب څخه ویریږي.

دا بیله خبره ده چې په بشرضد جنایتونو تورن ځواکونه (امریکایان) به څرنګه وکړای شي په خپلو دغو بشر ضد کړنو سره په افغانستان کې یوه قانوني او د بشري حقونو مدافع حکومت جوړلو ته زمینه مساعده کړي؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په افغانستان، منځنی ختیز افریقا شمال او نورو کومو سیمو کی چه جنګونه جریان لری د امریکا د نظم نوین جهانی له خوا دی چه په راست کی یی د صلیبیانو او یهودو تر ټولو لوی سرمایداران او سیاست مداران قرار لری هغوی د نړیوال حکومت ( نړیوالی شاهنشاهی ) دتاسیسولو د پاره څو پیړی کار کړی ډیری لاسته راوړنی هم لری د ۲۰۰۱ کال سپتمپر یوولسی نیتی فاجعه د هماغه نړیوال حکومت د تاسیسولو شروع وه چه به صلیبی یا تروریزم جنګ ونومول شو. متعدد حتی پرونی دوه استعماری قدرتونه هم د نظم نوین جهانی په نړیوال استعمار کی… نور لوستل »