پا کستان: ناموس رسالت قانون کی دلاس وهنی پرخلاف لویه غونډه وشوه

fazalrehmanنن ټکی اسیا/ تیره ورځ دلاهوښارناصرباغ میدان کی یوه لویه غونډه وشوه، په غونډه کی دپاکستان دمختلفو مذهبی اوسیاسی ګوندون مشرانو ویناوی وکړی اوحکومت ته یی په ډاګه کړه چه په ناموس رسالت قانون کی دلاس وهنی څخه باید ډډه وکړی دویناوو پرمهال له حکومت څخه غوښتنه  وشوه چه دغلطو اوګډو وډو بیانونو پرځای حکومت باید دناموس رسالت په اړوند واضح دریځ غوره کړی
وهغه امریکایی ته په اشاره کولو سره کوم چه دوی ورځی مخکی یی په لاهورښارکی دوه پاکستانی وګړی شهیدان کړل، دپاکستان دجمعیت علماء اسلام ډلی مشر ښاغلی مولنا فضل الرحمن دغونډی برخه والو ته وویل چه دپاکستان حکومت باید دامریکی تراثر لاندی رانشی، اودنوموړی امریکایی په اړوند باید پوره اوهراړخیزه څیړنه وشي اوکچیری نوموړی بی له څيړنو اوتحقیقاتو څخه خوشی شی دابه دپاکستان پرعامو خلکو ډیربد اثرواچوی، اوخلګ به مجبوره شی لارو اوکوڅو ته را ووزی اوانصاف په خپلو منګولوکی واخلی.
نوموړی زیاته کړه چه پاکستانی وګړی مسلمانان اوپراسلام مین خلګ دی، بی کاری غریبی او مسکنت زغملای شی خودارنګه پیښی هیڅکله نشی زغملی.
وغونډی ته دمختلفوګوندونو مشرانو په وارسره خبری وکړی اوټولو ژمنه وکړه چه کچیری حکومت دناموس رسالت قانون اړوند واضح دریځ غوره نه کړ او په ناموس رسالت قانون کی یی دلاس وهنو له اوازو اوګنګوسو څخه  لاس وانه خیست.
نودپاکستان ټول مذهبی اوسیاسی ګوندونه به دتحفط ناموس رسالت تربیرغ لاندی دحکومت پرخلاف په مظاهرو لاس پوری کړی.
په اخر کی ټولو برخه والو ژمنه وکړه کچیری حکومت دناموس رسالت په اړونده واضح دریځ غوره نه کړی، نوزمونږ راتلونکی قدم
به داسلام اباد په لور لانګ مارچ وی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.