په افغان غوره لیګ کې له ۴۴ پاکستاني لوبغاړو څخه یې یوازې ۷ واخیستل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ د لوبغاړو بولۍ تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې د یو لړ مراسمو سره سر ته ورسیدې چې په کې یو شمېر هېوادونو لوبغاړي واخیستل شول.

په لومړي انتخاب کې د آیکن کټیګورۍ مهم لوبغاړي چې هرې لوبډلې کولای شول یوازې یو لوبغاړی انتخاب کړي (کریس ګېل، برینډن ملکولم، انډري رسل، شاهد افریدي او راشد خان) په ۱۰۰۰۰۰ امریکایي ډالره د بېلا بېلو لوبډلو لخوا وپېرل شول.

په دغه بولۍ کې د پاکستان هېواد لخوا د ملي لوبډلې او نولس کلنو لوبډلې څخه ۴۴ لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه، خو د شعیب ملک، مصباح الحق، عمران نذیر او عمر اکمل په ګډون یو شمېر ستر لوبغاړي وانخیستل شول.

له دې لوبغاړو څخه یې دوه لوبغاړي (شاهد افریدي او شعیب ملک) په آیکن کیټګورۍ کې شامل وو، چې شاهد افریدي د پکتیا لوبډلې لخوا د آیکن لوبغاړي په حیث واخیستل شو، خو شعیب ملک په حیرانونکي ډول بیا په خپله کټیګرۍ کې له پامه وغورځېد.

هغه پاکستاني لوبغاړي چې د لوبډلو لخوا واخیستل شول:

شاهد افریدي د پکتیا لوبډلې لخوا د آیکن لوبغاړي په حیث، وهاب ریاض د کندهار لوبډلې په ډائمنډ کټیګورۍ کې، لوړ قده محمد عرفان او کامران اکمل د بلخ لوبډلې لخوا، افتخار احمد د کندهار، محمد حفیظ ننګرهار او فهیم اشرف د پکتیا لوبډلې لخوا په سیلور کټیګورۍ کې واخیستل شو.

هغه پاکستاني لوبغاړي چې له پامه غورځول شوي دي:

شعیب ملک په آیکن کټیګرۍ کې و چې د له پامه وغورځول شو، همدا ډول مصباح الحق، عثمان شینواری، عمران خان، جنید خان، محمد سمیع، یاسره شاه، عمر اکمل، رومان رئیس، محمد رضوان، اصف علي، صهیب مقصود، امام الحق، رمیز راجه، اغا سلمان، عمران نذیر، سلمان بټ، تیمور سلطان، عثمان صلاح الدین، رضا علي ډار، سعد نسیم، سعود شکلیل، اسامه میر، فواد عالم، محمد عرفان ۲، رضا حسن، شاهین افریدي، حسان خان، محمد اصغر او عبد الرحمن هم له پامه غورځول شوي دي.

که څه هم په یادو لوبغاړو کې ځینې داسې لوبغاړي وو چې د اخیستلو وړتیا یې درلوده خو بیا هم د تیرې ډیرې مودې راهیسي د خراب پرفامنس له کبله یې د هیڅ کومې لوبډلې پام ځانته وانه ړاوه.

لکه څرنګه چې معلومه ده هر هېواد تجارتي لیګونو ته د لوبغاړو لیږدول د کرېکټ بورډ په اجازه ترسره کوي، او ددې لپاره د (اعتراض نه لرلو سند) ورکوي، نو څرګنده نه ده چې ایا پاکستان کرېکټ بورډ به ټولو لوبغاړو ته په افغان غوره لیګ کې د لوبېدو اجازه ورکړي او که نه.

په افغانستان غوره لیګ کې د یو شمېر بهرنیو او د افغان لوبغاړو په ګډون شاوخوا ۳۵۰ لوبغاړي په بېلا بېلو کټیګوریانو کې د پنځه امتیاز لرونکو لوبډلو (بلخ، پکتیا، کابل، کندهار، ننګرهار) لخوا واخیستل شول.

یاده دې وي چې د افغانستان پریمیئر لیګ لومړي پړاو سیالۍ به په ۵م اکتوبر د عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې پېل او په ۲۳م اکتوبر پای ته ورسیږي.