جیمي انډرسن په ټیسټ لوبو کې په زیاتو ویکټو اخیستلو لومړی «چټک» توپ اچونکی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکی جیمي انډرسن د استرالیا تکړه او نامتو لوبغاړي ګلین مګرات ریکارډ مات کړ او په ټیسټ سیالیو کې لومړی چټک لوبغاړی شو چې زیاتې ویکټې یې ترلاسه کړې.

انډرسن د ګلین مګرات دغه ستر ریکارډ نن سه شنبه د هندوستان لوبډلې پر وړاندې په پنځمه ټیسټ سیالۍ کې د محمد شامي په ویکټه ترلاسه کولو مات کړ، نوموړي په دویمه پاڼۍ کې د هند ۳ لوبغاړي وسوځول، نوموړي ۲۶ واره پنځه او درې واره لس لوبغاړي په یوه سیالۍ کې سوځولي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځه ټیسټ سیالۍ پای ته ورسېدې چې انګلستان هند لوبډلې ته په څلور-یو ستره ماتې ورکړه، د انګلستان ستر او نامتو چپ لاسي توپوهونکي الستر کوک په خپله وروستۍ ټیسټ لوبه کې ریکارډ جوړ کړ او په همدې ډول له نړیوالو سیالیو رخصت شو.

جیمي انډرسن په ۱۴۳ ټیسټ سیالیو کې ۵۶۴ ویکټې پوره کړې چې د ګلین مګرات ۴۶۳ ویکټو ریکارډ یې مات کړ او د یاد فارمیټ تر ټولو غوره چټک لوبغاړی وګڼل شو، دده تر څنګ په نورو چټک توپ اچونکو کې کورټني واش ۵۱۹، کپل دیو ۴۳۴ او سټیورډ براډ ۴۳۳ ویکټې اخیستې دي.

څو ورځې وړاندې د استرالیا لوبډلې نامتو او مشهور لوبغاړي ګلین مګرات ویلي وو که جیمي انډرسن دده دغه ناشونې ریکارډ مات کړي، د نورو توپ اچونکو لپاره به دغه ریکارډ دده په نوم همداسې ناشونې پاتې شي.

جیمي انډرسن د هند لوبډلې پر وړاندې په روانو سیالیو کې ۲۴ ویکټې واخیستې، نوموړی په ټیسټ سیالیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په ۸۹۶ پواینټونو لرلو د نړۍ لومړی مقام لرونکی توپ اچونکی دی.

په ټیسټ سیالیو کې تر دې دمه تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکي درې سوکه توپ اچونکي دي، چې په لومړي سر کې يې موتیا مورلي درن دی، نوموړي ۸۰۰ ویکټې ترلاسه کړي، دویم شین وارن ۷۰۸ ویکټې، درېیم انیل کمبلی چې ۶۱۹ ویکټې یې ترلاسه کړي دي، دا درېواړه سوکه توپ اچونکي دي.