څلوېښت کليزې / الیاس «فاتح»

دسرو لمبو توپان سوځي ښکلاوې يو مخيزې
روان مې په وطن د اور سيلاب دی څو لسيزې

دامن له سپرليو يې کړې شنې لوخړې پورته
باران باران سکروټې وروي جګړې لويديزې

چينې دې وچې شوي چنارونه لمبه شوي
وهلي په لاسو پيغلو د وينو دي نکريزې

وتلي ترې نښتر نښتر ځوانيو جنازې دي
د هرافغان په کور باندې ورګډې دي غميزې

خاونده! په ارمان دګران وطن د ازادۍ کې
شوې تېرې ،مهاجر باندې دغم څلوېښت کليزې

د سرو سترګو له غچ به دغليم سينې کړي څيرې
د ځوان غازي طالب د تکبير چيغې تندريزې

دردونه دفاتح د زړه د زخم را ويښ شوي
د نيمو شپو يې غږ کې راځي څړيکې سندريزې
۱۴۴۰/۱/۱