لوګر: طالب سرتېرو دوه امریکایان وژلي او درې ژوبل دي

ارشیف؛ افغان عسکر له بهرنیانو سره په ګډ ویر کې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د لوګر مرکز ته څېرمه د ګډو ځواکونو پر کتار د طالب سرتېرو برید کې پنځو امریکایانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن سهار وختي يې د لوګر مرکز کې ګازو شرکت سیمې ته څېرمه پر ګډ کتار برید وکړ.

د خبرپاڼې له مخې کتار د صفر یو قطعې او امریکايي عسکرو له ګډو ځواکونو جوړ و، چې د دوی د سرتېرو تر برید لاندې راغی.

د سرچینې په وینا په برید کې دوه امریکايي عسکر ځای پر ځای وژل شوي او درې نور مرګوني ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه لیکي: « دغه برید چې په امریکایي اشغالګرو او د صفریک قطعې په ګوډاګیانو د کابل ګردیز پر عمومې سړک ترسره شوی پکې ۲ امریکايي اشغالګر وژل شوي او ۳ نور ژورټپیان دي.»

تر اوسه دلته مېشتو بهرنیانو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم د لوګر د محمد اغې په تنګي واغه جان کې دوه امريکايي عسکر ووژل شول، چې بهرنیانو د یوه پخلی وکړ.