غزني: طالبانو مقر کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه نیولې

تصویر؛ د طالبانو له رسمي پاڼې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د غزني په مقر کې تېره شپه د توندې جګړې په پایله کې یوه قرارګاه او دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د ځايي سرچینو په وینا طالب سرتېرو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې جګړه پیله کړه، چې په پایله کې يې یوه لویه قرارګاه او د هستي او مدو په نومونو دوه پوستې ونیولې.

طالبانو د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د قرارګاه د قومندان صفی الله په ګډون يې د ۱۲ عسکرو په وژلو سره قرارګاه او پوستې تر واک لاندې راوستې دي.

د طالبانو خبرپاڼې لیکلي چې په دې جګړه کې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم لاس ته ورغلې دي.

مقر د غزني له هغو ولسوالیو ګڼل کېدله، چې اربکیانو پکې ولس پر باج اخیستني، اخلاقي فساد او جنایاتو له ژونده زړه توری کړی و.

تر اوسه د غزني ځايي چارواکو په مقر کې د درنو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو ویلي، چې دوی په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي او سیمه يې بشپړه په واک کې ده.