
کورنیو چارو وزارت: د وژل شویو عسکرو له کورنیو سره توپيري چلند کېږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت مني چې د وژل شویو افغان عسکرو له کورنیو سره توپيري چلند کېږي.
طلوع نیوز د دې سرچينې په حواله وايي چې له دې کورنیو سره یو ډول مرسته نه ده شوې او لازمه همکاري يې نه ده شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش سرچینې ته ویلي، یوازې دې وزارت کې د ۱۵۰۰۰ وژل شویو عسکرو اسناد پراته دي، چې ټولو سره یو ډول مرسته نه شي کېدلی.
هغه وايي ځينو کورنیو ته يې د سرپنا غم خوړلی، خو ۱۵۰۰۰ کورنیو ته کورونه پیدا کول يې له وسه وتلي.
دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دې سیګار په یوه راپور کې د وژل شویو عسکرو له کورنیو سره د حکومتي مسؤلینو چلند غیر اخلاقي یاد کړی و.
د سرچینې په وینا له ګڼو هغو ښځينهو نه، چې خپل ځوانان يې د حکومت لپاره قرباني کړی و، د مرستې پر وخت د جنسي اړیکو غوښتنې شوې دي.
څو ورځې وړاندې د هلمند د یو عسکر لیک چې خپلې کورنۍ ته يې لېږلی و، خواله رسنیو کې غوغا را پورته کړه.
هغه خپلې مېرمنې ته لیکلي و، چې د ده له مرګ وروسته دې په دفترونو نه ګرځي، حق دې نه غواړي او د ده تر معاش دې تېره شي، ځکه دی پوهېږي چې دا مرسته يې مېرمنې ته د عزت په پایمالېدو تمامېږي.
د پوځي شنونکو په باور د عسکرو قربانیو ته نه پاملرنه په ژوندیو هغو کې هم روحیه وژني.