پنټاګون پر افغان عسکرو کنټرول ډېروي، چې «سخت دریځي» پکې وپېژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، په افغان عسکرو به کنټرول نور هم ډېر کړي، چې په لیکو کې يې «سخت دریځي» وپېژني.

هغه پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، افغان عسکر د دوی روزل شوي دي خو دا باید پکې معلومه کړي چې څوک يې پرخپلو روزونکو د شپېلۍ ور اړولو زړه کوي.

مټیس وویل، افغان عسکرو څو ځلې خپل روزونکي په نښه کړي او دې کار دوی اړ کړي چې پر خپلو نظامي شاګردانو د کنټرول کړۍ تنګه کړي.

هغه د افغانستان لپاره د استازي په حیث د زلمي خلیلزاد ټاکنه هم مناسبه وبلله او دعوه يې وکړه چې د سولې لپاره هڅې کوي.

پر بهرنیانو د طالب نفوذي بریدګرو بریدونو نه یوازې د بهرنیانو او افغان عسکرو تر منځ د باور فضا خړه کړې، بلکې د افغان عسکرو په لیکو کې هم بې باوري اوج ته رسولې ده.

مټیس دا څرګندونې په داسې حال کې کولې، چې پر افغانستان د پلمې په توګه د سپټمبرې د یوولسمې له پېښې اوولس کاله تېر شوي او په افغانستان کې له یرغله د بریا هیله نه لري.